د لاس رسي وړ اتصالات

مالیزیا او معتدل اسلام


مالیزیا تر اوسه پورې د معتدل اسلام یوه نمونه گڼل کیدله.خو د دې هیواد اوسنیتصور د مسلمانو بنسټ پالو له خوا له چلنج سره هغه وخت مخامخ شو چې دوی وغوښتل ددوی په نظر د اسلامي قوانینو نه د سرغړونو په ضد اعتراضونه وکړي او سخته جزا نافذه کړي.

نذرالدین کمال الدین هغه وروستی مسلمان دی چې په مالیزیا کې د الکولو د څښلو په جرم زندان ته اچول شوی دی.

دده دا محکومیت د هغه تصمیم په تعقیب کېږي چې مقاماتو د یوې مالیزیایی ماډلې د جزاورکولو د قضیې د بیا کتنې امر ورکړی دی.ددغې بیا کتنې په نتیجه کې په مالیزیا کې تر اوسه پورې لمړی ځل ؤ چې یوه ښځه چې کتریکا ساری ډیوی شوکارنو نومیږي د بیر د څکلو په تور د درو په وهلو محکومه شویده.

په اسلام کې د الکولو څکل حرام دي خو په مالیزیا کې د ١٣ ایالتونو نه یواځې په دریو کې څکل یې د تعذیب وړ یو جرم بلل کیږي.د درو وهلو جزا ددې سبب شوې ده چې ځنې معتدل خلک ددغه جزا په ضد خپل غږ پورته کړي.

په مالیزیا کې د ملک ٦٠ په سلو کې خلک مسلمانان دي.په دوی باندې شرعي قوانین تطبیق کیږي خو د چیني نژادو او هندي نژادو او نورو اقلیتونو په مورد کې غیر مذهبي قوانین چلیږي.

په مالیزیا کې اکثریت مسلمانان معتدل دي، خو په دې وروستیو کلونو کې مذهبي گوندونو خپل نفوذ ډیر کړی دی او شرعي محکمو خپل شته والی زیات کړی دی.ددې کار په نتیجه کې په ځنو برخو کې د حکومت اعمال د مالیزیا ددغه معتدل تصویر په خلاف گڼل شوي دي.

نک لاویس یو مالیزیایی کاروباري دی.دی یادونه کوي چې مذهبي بنسټ پالي اوس په ډیرو هیوادونو کې په سیاسي چارو خپلې اغیزې کوي.حتې په امریکا کې هم دا کار کیږي.خو مالیزیا د یوې ځوانې دموکراسۍ په توگه ډیر کوښښ کړی دی چې یوه متنوعه ټولنه پاتې شي. لاویس وايي:

که چیرې مالیزیا غواړي چې په مخ ولاړه شي نو باید د بنسټ پالنې په وړاندې ودریږي. زه فکر کوم دا یوه ډیره بدقسمتي ده چې داسې یوه وړه ډله مالیزیا خرابولې شي.

په مالیزیا کې سیاسي څیړونکي وايي چې د محافظه کارواو معتدلو مسلمانانو تر منځ جنجال په دې هیواد کې مخ په زیاتیدلو دی.اوس د ملک په قضايي او اجرایوي برخو کې دوی کافي نفوذ لري.

دغه منازعه ډیر شمیر اقلیتونه ځوروي او دوی ځان په خطر کې گڼي. په دې وختونو کې ځنې شکایتونه پورته شوي دي چې په هغو کې د اقلیت غړو ویلي دي چې په شرعي محکمو کې ددوی پرضد تبعیض شوی دی.

د ډیرو مالیزیایانو په خبره، هغه عامه اعمال دي چې غواړي نارامي گډه کړي.په مالیزیا کې یو شمیرخلک چې مخلتف کارو بار کوي پر دې خبره ډیر زیات اندیښمن شول چې پنځوسو مسلمانانو د غوا پری شوی او په وینو لړلی سر د مرکزي ایالت د حکومتي دفتر په خوا کې واچول او بیا یې ورباندې وختل.دوی په دې اعتراض کول چې د هندوانو معبد په مسلمان میشته سیمه کې انتقال نه شي.

انصاري عبدالله چې د حکومت د مخالف گوند پي کې ار غړی دی وايي:

خلکو ته دا اجازه ورکړ شوه چې د غوا د غوڅ شوي سر سره چې د هندوانو په نزد یو مقدس حیوان دی په شاوخوا کې وگرځي. پولیسو هیڅ چاته څه ونه ویل.او دا د حیرانتیا خبره ده.

حکومت په خپله متضاد کارونه کوي.حکومت په هغه کانسرت بندیز لری کړ کوم چې پخوا ویل شوی ؤ چې د شرابو د جوړولو یوې کمپنې یې مصارف ورکړی دی.دا هم د حیرانتیا وړخبره ده.

په مالیزیاکې ځنو امریکایی هنرمندانو ته داسې لارښونه شوې وه چې دوی د ډیرو تحریک امیزو هنرښودنې نه ډډه وکړي. ددې هنرمندانو له ډلې نه ځنو د مالیزیا کنسرتونه لغو کړل او ځنې غواړي ددې سره سره بیا هم هلته کنسرتونه دایر کړي.

د مالیزیا صدراعظم نجیب رزاق ددې نه هم مخ کې ولاړ او د اپریل په میاشت کې د یوې متحدې مالیزیا غوښتنه وکړه.

خو د عبدالله په شان منتقدین بیا وايي چې اوسنۍ ائتلافي کابینه د ستونزو سرچینه ده.ائتلافي گوندونو د مخلتفو مذاهبو او نژادونو نه دا معجونه کابینه رامنځ ته کړېده.دغه خبره عبدالله ځوروي ځکه دوی د سیاسی گټې په خاطر غواړي عام خلک سره وویشي.هغه وايي:

د یوه مسلمان په صفت مونږ ته داسې لار ښونه شوې وه چې باید پوه شو چې د خپل دین احترام وکړې او دا هغه وخت کیدلی شي چې د نورود ادیانو احترام وکړو.هرکله چې نورو ادیانو ته په سپک نظر وگورو هغوی هم فوري انتقام اخلي.

دده دا خبرې د پاتریک سندو لخوا هم وشولې.دی چې د کارو بار خاوند دی په دې اړه اندیښمن دی چې کیدلای شي اسلامي افراطیت د نورو لپاره د وحشت زمینه برابره کړي او دوی متابعت ته مجبور کړي.

د غیرمسلمانو مالیزیایانو لپاره مهاجرت یواځنۍ لاره ښکاري ځکه په هم دې سبب دوی کوښښ کوي امریکا، استرالیا، کاناډا او اروپا ته مخه کوي.

د یوې کورنۍ دنیکه په حیث چې په کې کاتولیکان او مسلمانان شامل دي، هغه وايي چې مدرسو ته ښایی چې معتدل اسلام خلکو ته وښيي او خلکو ته په کار دي چی د ملک او د خپلو کورنیو سره خپلې عنعنوي اړیکو ته دوام ورکړي.سندو وايي:

زما دا مشوره ده چې مهاجرت دې ونه کړي او ددغې ستونزې نه تیښته نه ده په کار. مونږ باید د وضعې سره په صبر او زغم مقابله وکړو خو دا مقابله به سخته وي.مونږ او تاسو نه شو کولی چې یو ځل هر څه پریږدو.په مالیزیا کې ښه داده چې پاتی شو، ځکه دا زمونږ ټاټوبی دی.

د سندو او عبدالله عین خبرې دي او دوی وايي، چې اعتدال خوښونکي باید په موقف کې وي تر څو د نجیب د متحدې مالیزیا پالیسي نه یواځې پاتې شي بلکه وده هم وکړي او د یوه دموکراتیک ملک په حیث خپل حیثیت هم وساتي.

XS
SM
MD
LG