د لاس رسي وړ اتصالات

ایران د یورانیمو د غني کولو دوهمه فابریکه پرانیستله


د اټمي انرژۍ نړېوالې ادارې ویلي دي چې په دغه اونۍ کې یې د ایران دخوا یو لیک ترلاسه کړی چې په کښي ویل سوي، چې یاده سوې فابریکه یې پخوا تر ترمیم لاندې وه.

د ملګرو ملتونو د اټمي چارو ادارې ویلي چې دوی د ایراني چارواکو نه غوښتنه کړې چې د دغې فابرېکې د څارنې زمینه دي ورته برابره کړي ترڅو دا معلومه سي چې په دغه فابریکه کې د اټمي انرژۍ د مقرراتو نه تېری نه کېږي.

د آمریکا جمهور ریْس باراک اوباما به نن د جمعې په ورځ په دې اړه خبري وکړي.

د سپېنې ماڼې مامورین وايي چې جمهور ریْس اوباما او د فرانسې او بریتانیې مشران به پر ایران باندې په دې خاطر چې یاده سوې فابرېکه یې په کلونو د نړیوالو مفتشانو نه پټه ساتلی وه، انتقادونه وکړي.

ریپوټ وايي چې ایران په دې ورستیو کې په دې پوه سوی وو چې د لوېدیځ استخباراتي سرچینو د دغې فابرېکې فعالیتونه تعقیبول.

غربي ملکونه پر ایران تور لګوي چې یورانیم غني کوي ترڅو اټمي وسلې جوړې کړي. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا تر دغه دمه پر ایران باندې درې دورې بندیزونه په دې خاطر لګولي چې د یورانیمو د غني کولو نه لاس نه اخلي.

خو ایران تل پر دې ټینګار کوي چې اټمي پروګرام یې د سوله ایزو مقاصدو دپاره دی.

XS
SM
MD
LG