د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان: اگست ملکیانو ته ډیره خونړۍ میاشت وه


ملګري ملتونه وايي چې سږ کال د اګست میاشت د ملکي کسانو دپاره په افغانستان کې تر ټولو خونړۍ میاشت وه او یوه وجه یې په افغانستان کې د اګست د شملې نیټې انتخابات وه چې په نتیجه کې یې تاوتریخوالی زیات سو.

په هغه ریپوټ کې چې پرون په کابل کې د ملګرو ملتونو د مرستو دفتر یا یونما خپور کړی د اګست د میاشتې د تلفاتو د شمیر په هکه څه نه دي ویل سوي خو په کښي ویل سوي دي چې د ۳۰۰ نه زیاتې پېښې د انتخاباتو په ورځ ثبت سوي دي.

طالبانو خبردارې وکړی و چې خپلو حملو ته به لازیات زور ورکړ چې خلګ په انتخاباتو کې ووېروي او هغوی په دې انتخاباتو کې برخه وانخلي.

ملګري ملتونه وايي چې سږکال د جنوري د ماشتې نه د اګست تر میاشتې پوري ۱۵ سوه ملکي کسان وژل سوي دي چې دوه په درو کې یې د یاغیانو په حملو کې وژل سوي دي.

ریپوټ وايي چې پر ایتلافي قواوو باندې هم د څلورمې برخې ملکی خلګو د وژلو مسولیت ورپه غاړه دی.

دا په داسي حال کې ده چې په افغانستان کې د آمریکايي او ناټو د قواوو عمومي قوماندان جنرال ستینلي مکریستل دا خبره په پرله پسې توګه کړې چې د ملکي کسانو د ژغورلو مسله په افغانستان کې د هغه د تګلارې تر ټولو مهمه برخه ده.

XS
SM
MD
LG