د لاس رسي وړ اتصالات

اسماعیل خان د مرگانئ حملی نه بچ شو


د افغانستان پولیس وایی چی د اوبو او برښنا وزیر د هرات په ولایت کی نن د هغی چاودنی نه روغ رمټ بچ شوی چی څلورتنه پکی ووژل شول.

طالبان وایی چی په اسمعیل خان باندی د موټر بم حمله دوی کړی ده.

چارواکی وایی دغی چاودنی چی د هرات د ولایتهوایی ډگر ته په غزیدلی لویه لار باندی وشوه لړ تر لږه اوه لس تنه ملکی خلک چی په لاره تیریدل زخمی کړی دی.

بل پلو د ناتو په مشری قواوو ویلی چی په دی تیرو دوو ورځو کید افغانستان په جنوب کی د هغوی دری عسکر چی دوه یی امریکایان دی د یاغیانو په حملی کی وژل شوی دی.

همدا شان د فرانسی د جمهوری ریاست دفتر وایی چی دری فرانسوی عسکر د افغانستان په شمال ختیځ کی د شپی لخوا په عملیاتو کیپه تصادفی توگه د یوه شدید طوفان په وخت کی ووژل شول.

د ملگرو ملتونو عمومی منشی بان کی مون پرون وویل چی په افغانستان کی سږ کال د جنوری او آگست د میاشتو ترمینځ پنځلس سوه خلک وژل شوی دی.

د آگست په میاشت کی ډیر ملکی خلک وژل شوی دی چی ځینی یی په ملک کی د جمهوری ریاست د انتخاباتو د حملو له امله وژل شوی دی.

ښاغلی بان کی مون په یوه رپوټ کی خبرداری ورکړی چی د جمهوری ریاست د انتخاباتو د نتایجو د اعلانیدو وروسته کیدای شی تشدد زیات شی.

XS
SM
MD
LG