د لاس رسي وړ اتصالات

ایران د لنډ واټن توغندی ازمویلی دی


ایران وایي چې دوه د لیرې واټن ویشتونکي مزاییل یې ازمایلي دي. د د فاعي چارو پوهان وایي چې دغه مزاییل کولی شي چې د اسراییلو او د اروپا جنوبي برخو ته ورورسیږي.

د ایران دولتي ټلویزون د راکټو ویشتلو هغه تصویرونه خپاره کړل چې د ځمکې نه پر ځمکه هدف ولی او دښتې څخه هوا ته فیر شول.

ایران د تیرې یکشنبې په ورځ د ( شهاب 3 او سجیل) په نامه مزاییل چې د سون په جامدو موادو چلیږي د نظامي تمریناتو په دوران کې وازماييل چې هدف یې د ایران د اسلامي جمهوریت د دفاع د توانایي ښودل شویدی.

خو د غربي هیوادونو د دفاعی چارو ځینې پوهان بیا وایې چې د ازماییل شویو مزاییلونو څخه یو یې د دې قابلیت لري چې اټومي سرګلولې له ځانه سره ولیږدوي.

امریکا او د نړۍ نور قدرت لرونکي هیوادونه به په ژنیو کې د پنجشنبې په ورځ په غونډې کې په ایران فشار واچوي چې د خپل اټومي پروګرام په اړه ټول معلومات په ډاګه کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې میرمن کلنټن خبرداری ورکړ چې که چیرې د ایران سره خبرې ناکامه شي نو په ایران به سخت بندیزونه ولګول شي.

دغه غونډه وروسته تر هغه کیږي چې تیره اونۍ څرګنده شوه چې ایران د یورانیمو د غني کولو یوه بله بټې هم جوړه کړیده.

XS
SM
MD
LG