د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان د دوو چاودنو د مړو شمیر ٢۴ ته رسیدلی


پاکستانی چارواکی وایی چی د ملک په شمال لویدیځ کی د دوو ځان مرگی حملو وروسته د پیښی په ځای کی نور مړی هم پیدا شوی دی او اوس د مړیو شمیر ٢۴ ته ورسید.

چارواکی وایی چی د بڼو په ښار کی چی یوه ځان مرگی پرون خپل موټر بم د پولیسو د تاڼی سره وجنگاوه نن یی هم د پیښی په ځای کی څو نور مړی میندلی دی.

د طالبانو یوه قوماندان د دی چادونی مسولیت په غاړه اخیستی او د نورو حملو خبرداری یی ورکړ.

پرون د پیښور په ښار کی په یوه بله چاودنه کی لس تنه وژل شوی دی.

پولیس وایی چی حمله کونکی مخکی له دی چی په خپل موټر کی سل کیلو گرامه چاودیدونکی مواد وچوی د یوه بانک د باندی د خلکو په گڼه گوڼه کی لاسی بم وروغورځاوه.

چاودنه دومره زوروره وه چی د ضربی نه یی نور موټر چپه شول،هینداری یی ماتی کړی او په سړکونو کی یی دودونه پورته شول.

د پاکستان جمهور ریس آصف علی زرداری دغه حملی وغندلی او د ښونی او روزنی صوبایی وزیر میا افتخار حسین وویل چی دا حملی به د یاغیانو پرخلاف د حکومت مبارزه ضعیفه نکړی

XS
SM
MD
LG