پولیس وایي چې د پاکستان په صوبه سرحد کې یوه ځانمرګي برید کوونکي د طالبانو ضد یو قومي مشر او درې تنه نور وژلي دي.
چارواکي وایي چې دغه پیښه د دوشنبې په ورځ بنو ښار ته نږدي د بالاخیلو په سیمه کې شویده. د هغوي په وینا ځانمرګي برید کوونکي د چاودیدونکو موادو څخه ډک خپل موټر د قومي مشر عبدالحکیم د موټر سره وجنګاوه چې پخپله عبدالحکیم او لږ تر لږه درې تنه نور مسافر ووژل شول.
له بلې خوا د شنبې په ورځ هم په دوو چاودنو کې د پیښور په ښار کې 26 تنه ووژل شول.
د طالبانو یوه قوماندان قاري حسین د دغو چاودنو مسولیت په غاړه اخیستی او د نورو بریدونو ګواښ یې هم کړیدی.
د پاکستان جمهور رییس ښاغلي آصف علي زرداري دغه بریدونه په کله غندلي دي او د صوبه سرحد د اطلاعاتو صوبایي وزیر ښاغلي میا افتخار حسین بیا ویلي دي چې دا شان بریدونه به د پاکستان حکومت لخوا د یاغیانو پر ضد عملیاتو په وړاندې کوم خنډ ونه ګرځي.
د پاکستان پوځي قواوو د طالبانو پر خلاف خپلوعملیاتو کې چې په سپرلي کې یې پیل کړل ډیر بریالیتوبونه تر لاسه کړیدي.