د لاس رسي وړ اتصالات

کندهار کې د بم چاودنې ٣٠ ملکیان ووژل 


محلي مقامات وايي چې د سړک د غاړې د یوه بم په چاودنه کې چې د ملکیانو پر یوه بس باندې وسوه، ۳۰ ملکیان په کښې ووژل سول او ۳۹ نور ټپیان سول.

دغه چاودنه په داسي حال کې وسوه چې دوې ورځې مخکي د ملګرو ملتونو سازمان یو ریپوټ خپور کړ چې په کې راغلي وه چې د اګست میاشت په افغانستان کې د سږ کال تر ټولو خونړۍ میاشت وه.

د افغانستان محلي چارواکي وايي چې د سړک غاړې د بم په چاودنې کې چې د کندهار په ولایت کې د ملکیانو پر یو بس باندې وسوه، ۳۰ تنه په کې وژل سوي دي او په لساوو نور ټپیان سوي دي. د افغانستان حکومتي چارواکي د دغې حملې پړه پر تندرو طالبانو وراچوي.

تر دغه دمه هیچا د یادسوې حمله مسولیت په غاړه نه دی اخیستی. د ریپوټونه د مخي د وژل سویو کسانو په جمله کې ښځې او ماشومان چې په یادسوي بس کې یې سفر کاوه هم شامل دي.

د افغانستان د جمهوري ریاست ویاند ښاغلي همایون حمید زاده وايي چې د پېښې په اړه تحقیقات روان دي.

حمید زاده داسي وویل:

مونږ د ملکیانو په وژل کېدو ډیز زیات خواشیني یو او ولایتي چارواکو او امنیتي سازمانونو ته هدایت ورکړل سوی دی چې د پېښې په اړه خپل تحقیقات بشپړ کړي.

د سې شنبې د ورځ حمله د کندهار ولایت لویدیځ ته پر هغې غځېدليغټي لار وسوه چې یوه ورځ مخکي پر دغه لاره په یوه بله پېښه کې ۳ ملکیان ووژل سول.

تېره اونۍ د ملګرو ملتونو سازمان یو ریپوټ خپور کړی چې په کښي راغلي وه چې د جنورۍ او اګست میاشتو ترمینځ په افغانستان کې نېږدې ۱۵ ساوه ملکي کسان په بیلابیلو پېښو کې وژل سوي دي.په ریپوټ کې ویل سوي دي چې د اګست میاشت د ملکیانو دپاره د سږ کال تر ټولو خونړۍ میاشت وه ځکه تندرو طالبانو هڅه کولو چې خلګ د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د برخه اخیستنې نه مایوسه کړي.

په دغه ریپوټ کې دا هم ویل سوي دي چې د یادسوي ملکیانو د څلورو نه یواځي یوه برخه د حکومتي قواوو په عملیاتو کې وژل سوي دي پاتې درې برخې یې ټول د حکومت ضد تندرو په حملو کې وژل سوي دي.

د آیساف یا نړیوال امنیتي مرستندویه قواوو ویاند آمریکايي ډګروال واینه شنکس وايي چې د ناټو قواووې د افغان محلي خلګو سره یو ځای پر دې کار کوي چې سړکونه د طالبانو دخواه د ښخ سویو ماینونو نه پاک کړي.

ډګروال شینک داسي وویل:

هره پلا چې طالبان بې ګناه ملکي کسان وژني، په حقیقت کې خپل ځان ته صدمه رسوي. که چیري دغه ډول اشتباه مونږ هم وکړو او ملکي کسان د عملیاتو پر مهال ووژنو نو مونږ به هم خپل ځان ته تاوان ورسوو. مونږ په جدي توګه پر دې کار کوو چې ددغه راز پېښو نه مخنیوی وسي.

په عین حال کې پاکستاني مقامات وايي چې د آمریکا بې پیلوټه الوتکې په جنوبي وزیرستان کې د یاغیانو پر یوه مرکز باندې حمله کړېده. پاکستاني مقامات په دې باور دي چې د پاکستان په قبایلي سیمه کې تندروې ډلې د طالبانو او القاعده ترهګرو سره اړېکې لري او ددغې سیمه څخه په دې خاطر ګټه اخیستل کېږي چې په افغانستان کې د خارجي قواوو پرضد عملیات او حملې وکړي.

XS
SM
MD
LG