د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان: بې پیلوټه الوتکو ٨ طالبان ووژل


د پاکستان د استخباراتو چارواکی وایی چی د ملک په یوی ناکراره قباییلی سیمه کی د امریکا د بی پیلوټه الوتکی د توغندیو په حملی کی لږ تر لږه اته تنه یاغیان وژل شوی دی.

چارواکی وایی چی نن په جنوبی وزیرستان کید بی پیلوټه الوتکی نه دوه توغندی فیر شول او د طالبانو د قوماندان ایرفان محسود په کور ولگیدل.

هغوی وایی چی په دی حملی کی لږترلږه شپږ تنه یاغیان زخمی شول.

او دغه کور یی چی د وانی په شپیته کیلو متری کی موقعیت درلود د خاورو سره سم کړ.

په دغو وژل شوو یاغیانو کی داسی ښکاری چی دوه یی ازبک دی.

د وانی د ښار پهشاوخوا سیمو کید پاکستان د طالبانو د پخوانی مشر بیت الله محسود قوی مرکزونه پراته دی. بیت الله محسود تیره میاشت د امریکا د بی پیلوټه الوتکو د توغندیو په حمله کی ووژل شو.

چارواکی د پاکستان په حکومت او د ناتو قواوو په اکمالاتی لارو باندی د حملو پړه د بیت الله محسود د یاغیانو په شبکی باندی وراچوی.

ویل کیږی چی د امریکا بی پیلوټه الوتکو په دی یوهمیاشت کیپه دی سیمه کی څلویښت توغندی ویشتلی وی.

د پاکستان د قباییلی سیمو د امنیت ریس د امریکا غږ ته وویل چی دا ډول حملی د بریالیتوب د په نظر کی نیولو پرته د پاکستانحکومت بی ارزښته کوی .

هغه وویل چی که په رښتیا غواړی چی په ملککی یی د یاغیانو تشدد ختم شی نو د بی پیلوټه الوتکو ټکنالوژی دی دوی ته ورکړل شی.

XS
SM
MD
LG