د لاس رسي وړ اتصالات

ایران: د خپلې نوې اتومي بټۍ د څارل کیدو اجازه ورکوو


د ایران د اټومی پروگرام ریس وایی چی ایران به ډیر ژر د ملگرو ملتونو د اټومی انرژی اداری ته ووایی چی کله کولای شی د یورانیمو د غنی کولو هغه بټی تفتیش کړی چی په دی وروستیو وختونو کی پرانیستل شوه.

علی اکبر صالحی دغه خبری د ایران د دولتی ټلویزیون سره په مرکی کی کړی وه چی دغه مرکه نن پداسی حال کی خپره شوه چی ایران به یوازی دوی ورځی وروسته د خپل اټومی پروگرام په اړه د نړی د طاقت لرونکو ملکونو سره په ژنیو کی خبری وکړی.

د ایران د پارلمان غړو امریکا او نورو ملکونو ته خبرداری ورکړی چی د پنجشنبی په ورځ په غونډه کی پخوانی اشتباه گانی تکرار نکړی.

هغوی د سی شنبی په ورځ یو خبر لیک خپور کړ او وویل چی دغه غونډه د اټومی موضوعاتو په اړه د پخوانی په ټپه دریدلی حالت د ختمولو لپاره یو تاریخی فرصت دی.

امریکا ایران ته گواښ کړی چی که خپل ټول اټومی فعالیتونه برالا نکړی او او د ملگرو ملتونو مفتشینو ته اجازه ورنکړی چی د هغوی نوی برالا شوی بټی تفتیش کړی ، نو په ایران به سخت بندیزونه وضع کړی.

XS
SM
MD
LG