د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو: غړي ملکونه د افغانستان ماموریت ته متعهد دي


د ناټو عمومي منشي وایي چې په افغانستان کې د ناټو او امریکایي عسکرو د مرګ ژوبلې د زیاتیدو سربیره هم امریکا او د ناټو متحدین د افغانستان د جګړې پرمخ بیولو ته معتهد دي.

ښاغلي انډرس فاغ رزموسن په واشنګټن کې د خپلو خبرو په ترڅ کې څرګنده کړه چې هغه پدې پوهیږي چې په افغانستان کې د جګړې لپاره زیاتو تجهیزاتو او امکاناتو ته اړتیا ده او هغه هم پداسې حال کې چې د ناټو په یو شمیر هیوادونو کې د افغانستان د جګړې سره عام ملاتړ کمیږي.

وروسته له دې چې ښاغلي انډرس فو رسموسن د ناټو د تړون د عمومي سرمنشي دنده تیره میاشت په غاړه واخیسته ، دا یې په واشنګټن کې لومړنۍ وینا وه. هغه پخپله وینا کې وویل پدې پوهیږي چې امریکا دا غواړي چې په افغانستان کې د ناټو غړي هیوادونه د افغانستان د جګړې لپاره اضافي عسکر او تجهیزات واستوي. خو ښاغلي رزموسن د دغو هیوادونو د هغو مرستو دفاع وکړه چې په تیرو اتو کلونو کې یې د افغانستان سره کړیدي.

رسموسن وویل:

هیڅوک باید دا ونه وایي چې اروپايي هیوادونه او کاناډا په افغانستان کې د جګړې د ګټلو لپاره خپله ونډه په سمه توګه نه ادا کوي او قرباني نه ورکوي ، دوی قرباني هم ورکوي. دا هم باید ونه ویل شي چې د افغانستان جګړه ښیي چې ګواکې ناټو په افغانستان کې د جګړې د ګټلو قابلیت نلري. د ناټو

د تړون د جوړیدا ٦٠ کلنه تجربه په افغانستان کې ازمایل شویدی او د عسکرو د مرګ ژوبلو او په شاتګونو سربیر به بیا هم په پدغه هیواد کې پاتې شي.

رسموسن همدارنګه زیاته کړه چې د ناټو ټول ٢٨ هیوادونه د افغانستان په ماموریت کې خپله ونډه اخلي هغه همدارنګه وویل چی په تیر یونیم کال کې له دغو هیوادونو څخه 9 زره عسکر افغانستان ته د دندې لپاره استول شویدي. هغه همدارنګه په مستقیم ډول د امریکا د ولسي جرګې د یو شمیر غړو تورونه ته هم ځواب ورکړ چې وایي اروپایي هیوادونه په افغانستان کې خپل مسولیتونه په تدریجي ډول راکموي.

ښاغلی رسموسن وایي:

که چیرته د افغانستان په جګړه کې د اروپایي هیوادونو او کاناډا ونډې ته په کم نظر وکتل شي لکه څرنګه چې یو شمیر کسان یې دلته په امریکا کې کله ناکله ګوري نو دا به دا معنی ولري چې امریکا ټول کارونه په افغانستان کې په یواز ځان کوي. او که چیرته دا هیوادونه پدې پوه شي چې د دوی قربانۍ او مرستې په ناټو کې نه ستایل کیږي ، نو قربانیو او مرستو ته به د هغوي تمایل کم شي. او دا کار به د هیچا په ګټه نه وي.

هالنډ او کاناډا د افغانستان څخه د خپلو عسکرو د را ایستلو مهال ویش لا د مخه جوړ کړیدی. خو د اوباما حکومت بیا وروسته لدې چې افغانستان ته یې ٢١ زره اضافي امریکایي عسکر واستول اوس د افغانستان لپاره د امریکا سترتیژي د سره غور کوي.

په هغه رپوټ کې چې تیره اوونۍ په مطبوعاتو کې هم خپور شو، په افغانستان کې د ناټو او امریکایي قواوو عمومي قوماندان سترجنرال سټنلي مکرسټل خبرداری ورکړی چې که چیرته اضافي عسکر او تجهیزات وانستول شي نو نړیواله ټولنه به په افغانستان کې ناکامه شي.

د ناټو عمومي سرمنشي همدارنګه وویل چې په افغانستان کې د ستونزو سربیر بیا هم د افغانستان مسله د ناټو لپاره ډیر اهمیت لري.

د هغه دغه څرګندونې د امریکا د سنا د یوه غړي ښاغلي رچرډ لوګر لخوا هم منعکسې شوې. او زیاته یې کړه:

زه باور نکوم چې د افغانستان مسله دې د ناټو د بریالیتوب او یا ناکامۍ مسله وي. دا چې د ناټو د تړون څو غړو هیوادونو افغانستان ته خپل اضافي عسکر استولي او هلته پاتې دي د خوښۍ خبره ده. هغه همدارنګه زیاته کړه چې دغوهیوادونو د ناټو د غړو هیوادونو او امریکا سره د ګډ احساس له مخې دا کار کړی دی.

د ناټو عمومي سرمنشي همدارنګه وویل چې ناټو هم نشی کولی چې د یوه نامعلوم وخت پورې په افغانستان کې پاتې شي. هغه په ټینګه وغوښتل چې د افغانستان امنیتي قواوې باید زر تر زره وروزل شي او په وسلو او تجهیزاتو سمبالې شي ځکه چې په پای کې باید پخپله افغان ولس پخپل هیواد کې د سولې او ثبات د راوستلو او ټینګښت مسولیت په غاړه واخلي.

XS
SM
MD
LG