د لاس رسي وړ اتصالات

نجیب الله ځاځی نن په نیویارک کې محاکمه کیږي


مشکوک ترورست افغان تبعه نجیب الله ځاځی چی د دی میاشتی په پیل کی د امریکا د کولورادو په ایالت کی پولیسو نیولی و نن به په نیویارک کې د تروریزم په الزام محاکمه شی.

نجیب الله ځاځی چی په امریکا کی په نامعلومو هدفونو باندی د عامه تباهی د وسلو د استعمالولو الزام پری لگیدلی، دا د هغه لوړنی محاکمه ده چی کیږي.

پولیس وایی چی گمان کیږی د نیویارک د ښار د اورگاډو په ستیشنونو باندی د حملی دسیسه موجوده وه.

همدا شان پولیسو ویلی چی د نجیب الله د دریو نورو همکارانو هویت یی هم پیدا کړی خو د هغوی په اړه یی کوم معلومات نه دی خپاره کړی.

نجیب الله ځاځی د جمعی په ورځ د کلورادو نه د نیویارک ښار ته انتقال شو ، هغه د سپټمبر په نولسمه نیټه د کلورادو په ایالت کی ونیول شو.

پولیسو ویلی چی هغه د نورو کسانو سره د یوه کال راهیسی په امریکا کی د حملو کولو دسیسه جوړوله.

XS
SM
MD
LG