د لاس رسي وړ اتصالات

روسیه غواړي د ملک اقتصاد خپل سر ته پریږدي


د روسیې صدراعظم ویلادمیر پوتین وايي چې حکومت به یې په راتلونو کلونو کې په اقتصادي چارو کې خپل رول را کم کړي ترڅو ددغه هیواد اقتصاد وده وکړي.

ښاغلي پوتین د سې شنبې په ورځ په ماسکو کې د سرمایه ګزارۍ په یوې نړېواله غونډه کې خبري وکړې. هغه او نورو چارواکو وویل چې سښ کال د نړۍ اقتصادي رکوت چې د روسیې پر اقتصادی یې ډیز زیات تاثیر وکړ، نور زیات په جدي توګه د روسیې پر اقتصاد تاثیر نه کوي.

د روسې د صدراعظم ښاغلي پوتین د آزاد بازار دغه اعلان یو کال وروسته د هغه نه وسو چې په نړۍ کې سخت اقتصادي بحران راغی او داسي اوازې خپرې سوي دي چې د روسیې حکومت په دې لټه کې دی چې د نړۍ پر هغو صنعتونو کنټرول پیدا کړي چې د مشکلاتو سره مخامخ دي.

XS
SM
MD
LG