د لاس رسي وړ اتصالات

هلمند کې هوايي حملې ملکیان وژلي


د نړیوالو سوله ساتونکو قواو یا آیساف نماینده ګانو د افغانستان په لویديځ د هلمند د ولایت د نادعلي د ولسوالۍ له قومي مشرانو سره وروسته د هغه نه وکتل چې رپوټونه خپاره سوي چې ګواکي د هوايي عملیاتو په نتیجه کې څو ملکي کسان وژل سوي دي.

د آیساف د قواوو ویاند آمریکايي ډګروال واین شنکس د پنجشنبې په ورځ د یادېشوې پېښې د قربانیانو کورنیو او خپلوانو ته د خواخوږۍ او تسلیت مراتب وړاندي کړل. په وژل سویو کسانو کې ماشومان او ښځې هم شاملې وې.

نړیوالو نظامي قواوو ویلي دي چې دوی د هلمند ولایت د نادې علي په ولسوالۍ کې د شپې دخوا د یاغیانو سره په یوې پراخه نښته کې هوايي عملیات وکړل.

آیساف ویلي دي چې استازي یې د محلي مشرانو سره ګوري تر څو د تلفاتو په باب معلومات ترلاسه کړي

د تندرو پر ضد په عملیاتو کې د ملکي کسانو تلفات د نظامي قوماندانانو او جمهور ریْس حامد کرزي ترمینځ یوه جنجالي مسله ده.

په عین حال کې په افغانستان کې د ناټو د قواوو عمومي قوماندان جنرال مکریستل امر کړی دی چې په هوايي بمباریو کې دي کموالی راسي ترڅو د ملکیانو د مرګ ژوبلې مخنیوی وسي.

XS
SM
MD
LG