د لاس رسي وړ اتصالات

پیښور ته نږدې پر عسکرو چاودنه شوې


پاکستاني مقاماتو ویلي دي چې په صوبه سرحد کې د سړک د غاړې د یوه بم په چاودنه کې درې پاکستاني عسکر ټپیان سوي دي.

دولتي مقاماتو ویلي دي چې تندروانو د پنجشنبې په ورځ پېښور ته نږدې د عسکرو پر یوې ډلې چې د سیمې نه د تیرېدو په حال کې وه، چاودنه وکړه.

په دغه سیمه کې تندروان ډیرې حملې کوي. تیره اونۍ هم دوو ځانمرګو حمله کونکو د صوبه سرحد په سیمه کې ۲۴ تنه ووژل.

پولیس وايي چې د شنبې په ورځ یوه ځان وژونکي لومړۍ یو لاسي بم د خلکو په مینځ وروغورځاوه او وروسته یې موټر ته چې تقریباٌ ۱۰۰ کیلو ګرامه چاودیدونکي مواد په کښي ځای پرځای سوي وه، انفجار ورکړ.

دغه پېښه دومره زوروره وه چې شاوخواه موټرونه یې چپه کړل او د ودانیو کړګۍ یې ماتي کړې.

یوه بل ځان مرګه د شنبې په ورځ د بنو په ښار کې خپله لارۍ چې بمونه یې په کې اېښي وه، د پولیسو د یوه مرکز سره وجنګوله.

د طالبانو یوه نطاق قاري حسین د دغو حملو مسولیت په غاړه اخیستی دی او د نورو حملو خبرداری یې ورکړی دی.

د پاکستان جمهور ریٌْس آصف علي زرداري دغې حملې غندلي دي او د صوبه سرحد داطلاعاتو او کلتور وزیر ویلي دي چې دغه رازحملې به د حکومت اراده چې غواړي د تندروانو سره مبارزه وکړي، کمزوری نه کړي.

په عین حال کې په پاکستان کې د آمریکا سفارت هم یوه خبر پاڼه خپره کړې او په کښي راغلي دي چې دغه چاودنې د دښمن وحشي او غیر انساني خصوصیت څرګندوي چې د پاکستان پر دیموکراتیک انتخاب سوي حکومت باندې حملې کوي او د ټولو پاکستانیانو امنیت د ګواښ سره مخامخ وي.

XS
SM
MD
LG