د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران او ٦ قدرتمنو هیوادونو خبرې پیل شوې


د ایران او د نړۍ د شپږو قدرتمنو هیوادونو د آستازو ترمنځ ددغه هیواد د اټمي پروګرام په اړه خبري نن په سویتزلند کې پیل سوې.

د آمریکا، روسیې، چین بریتانیې، فرانسې او جرمني دیپلوماتان هیله لري چې ایران به خپل د اټمي پروګرام دبندلو په هکله جدي خبري وکړي لودیځ ملکونه اندېښنه لري چې ایران په دې لټه کې دی چې اټمي وسلې جوړې کړي خو ایران وايي چې د یورانیمو غني کول یې د سوله ایزو مقاصدو دپاره دي.

په داسي حال کې چې په ژینوا کې د ایراني هیت سره څو اړخېزې خبرې روانې دي آمریکايي مقاماتو ویلي دي چې د دې امکانات سته چې د آمریکايي او ایراني ډیپلوماتانو ترمینځ یو په یو خبري وسي.

د رویتر خبري آژانس د یوه آمریکايي چارواکي له قوله ویلي دي چې آمریکا به د نن ورځې په غونډه کې ایران ته د نورو بندیزونو خبرداری ورنکړي خو هغه وویل چې واشنګټن دې ته چمتو دی چې د ضرورت په صورت کې وروسته پر ایران نور بندیزونه ولګوي.

تر دغه دمه ملګرو ملتونو پر ایران باندې ددغه هیواد د یورانیمو د غني کولو په خاطر درې پړاوه بندیزونه لګولي دي د بلي خوا د پنجشنبې د غونډې په خاطر د آمریکا د باندنیو چارو وزارت ویلي دي چې د ښه نیت د څرګندولو په خاطر یې د ایران د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي منوچهر متکي ته د دې اجازه وکړې ده چې په واشنګټن کې د ایران دیپلوماتیک دفتر وګوري.

XS
SM
MD
LG