د لاس رسي وړ اتصالات

١٩۴٩ کال او برلین ته د لوجستیکي پروازونو پای


د ١٩۴٩ م کال د سپټمبر په دیرشمه نیټه وروسته د پنځلسو میاشتو او څه دپاسه د دوه سوه پنځوس زرو پروازونو نه وروسته په رسمی توگه برلن ته په الوتکوکې دشیانو د رسولو پروازونه پای ته ورسیدل. دا په اوسنی تاریخ کې تر ټولو زیات لوژستکی کارنامه وه او د ساړه جنگ د لومړی وخت یوه له مهمو پیښونه وه.

د١٩۴٨ م کال د جون په میاشت کې شوروی اتحاد ناڅاپه لویدیځ برلن ته دځمکی له لاری ټرافیک بند کړچې دا په بشپړ توگه د شوروی اتحاد داشغال په زون کې واقع و.

له دی نه داڅرگنده وه چې امریکا، بریتانیه او فرانسه مجبور کړی چې دالمان نور اشغالگر ملکونه وو، له جنگ نه وروسته د المان د سرنوشت په باره کې دشوروی غوښتنی ومنی.

د شوروی دبندیز په نتیجه کې دلویدیځ برلن اوسیدونکی له خوړو، کالو یا در ملونه بی برخی شول.

د امریکا ځینو مامورانو دشوروی دپارونی په مقابل کې دجدی اقدام غوښتنه کوله مگر نورو دسړی سینی خاوندانو له صبرنه کار واخیست او لویدېځ برلن ته په الوتکو کې دضروری شیانو درسولو پلان ئې جوړ کړ.

دا یو ډیر سخت او ډارونکی کار و، دومره زیاتو ملکی کسانو ته دورځی په میلونو ټنه خواړه او نور ضروری شیان په کار و. د١٩۴٨ م کال دجون دمیاشتی په شپږویشتمه نیټه دامریکا پیلوټانولویدیځ برلن ته په الوتکوکې دضروری شیانو په رسولولاس پوری کړ چې پدی کې دامریکا ونډه له ټولونه زیاته وه .

په راتلونکوپنځلسو میاشتو کې په لویدیځ برلن کې له ٢٧٧ زرو نه زیاتې الوتکی کښیناستلی او دوه میلونه ټنه مواد ئې رسولی وو. د١٩۴٩ م کال دسیپټمبر په دیرشمه نیټه وروستی (ثی. څلورپنځوس ډوله ) الوتکه په برلن کې کښیناستله او څه دپاسه دوه ټنه دډبرو سکاره ئې ورسول. که څه هم چې د١٩۴٩ م کال دمی په میاشت کې په رسمی توگه دشوروی بندیز پای ته رسیدلی و مگر څو میاشتی ئې ونیولی چې دلویدیځ برلن اقتصاد بیرته په پښو ودریږی او دخوړو، درملو او تیلو ذخیری بیرته ډکې شوی.

دامریکا لپاره دساړه جنگ لوی بری په الوتکو کې لویدیځ برلن ته دموادو رسول وو. بی لدی نه چې یو ډز وشی ، امریکا دشوروی هغه پلان شنډ کړ چې غوښتل ئې لویدیځ برلن برمته کړی په داسی حال کې چې په یووخت کې ئې دنیا ته ددغه هیواد هوشیاری څرگنده کړه . دشورویانو لپاره دبرلن ستونزه بی ساری تباهی وه. امریکا، بریتانی اوفرانسی دمربوطه موضوعاتو په باره کې خپله اراده لانوره قوی کړه.

XS
SM
MD
LG