د لاس رسي وړ اتصالات

١٩٥٧کال: پاکستان کې د اورگاډي خونړی ټکر


د ١٩٥٧ م کال دسپټمبرپه نهه ویشتمه نیټی دهغه وخت د لویدېځ پاکستان د گمبار په سیمه کې یو مسافر وړونکی اورگاړی دتیلو دټینکر سره ټکر وکړ چې دری سوه تنه پکی ووژل شول او یوسلو پنځوس تنه نور پکی جدی زخمیان شوی وو.

دغه اورگاړی دلویدېځ پاکستان نه دکراچې په لور روان و چې ډیره گڼه گوڼه پکی وه او په هغه وخت کې دارنگه گڼه گوڼه یو معمول کار و. لیکن په اورگاړی کې دسپارلیو شمیر ددغې ټکان ورکونکی پیښی سبب شوی نه و مگر یوازی ئې تلفات زیات کړی و. ددغې پیښی علت د پټلیوخرابی او په سیمه کې داشارو نه موجودیت و.

مال وړونکی اورگاړی چې تیل پکی بارو، مونټگومری ته نژدی په پلټې باندی ځای په ځای ولاړو. کله چې مسافروړونکی اورگاړی په عینی پټلی باندی وربرابرشو، اینجینردپیښی شوی تباهی په باره کې معلومات نلرل ځکه چې شپه وه او اشاری نه وی چې دتیلو داورگاړی نه ورته معلومات وشی. مسافروړونکی اورگاړی په پوره سرعت روان وچې دنیمی شپی نه لږ مخکی دبل اورگاړی سره دشا له خوا نه ولگید.

ددغه ټکر له کبله زوروره چاودنه وشوه چې هغه کسان ئې دخطر سره مخامخ کړل چې سمدستی نه وو مړه شوی. ټوله شپه او ورپسی ورځ دژغورنی کارکونکو کوښښ کاوه چې مړی پیدا کړی . دپیښی له ځای نه په سلگونو فوټه وړاندی مړی پیدا شوی وو.

XS
SM
MD
LG