د لاس رسي وړ اتصالات

جمهور رئیس اوباما له جنرال مکریسټل سره وکتل


د آمریکا جمهور رئیس بارک اوباما په افغانستان کې د آمریکايي او ناټو د قواوو د عمومي قوماندان جنرال مکریستل سره وکتل ترڅو په افغانستان کې د آمریکا په نوي تګلاره کې د ممکنه بدلونونو په هکله خبري وکړي.

د جمهور رئیس اوباما او جنرال مکریستل ترمینځ دغه ۲۵ دقیقه ایزه غونډه د دیمنارک د کوپنهاګن په هوايی ډګر کې وشوه. جمهور رئیس اوباما په دی لټه کې دی چې د ۲۰۱۶ کال د المپیک لوبې په شیکاګو کې وسي.

جنرال مکریستل چې د لندن څخه دینمارک ته تللی دی دی ورستیو کې یې خبرداری ورکړی چې د اضافي قواوو پرته د افغانستان ماموریت کیدای سي چې د ماتې سره مخامخ سي. د رپوټونو له مخې هغه د ۴۰ زرو نور عسکرو غوښتنه کړیده.

جمهور رئیس اوباما اوس د افغانستان په جګړه کې د آمریکا پر تګلارې غورو کوي. ددغې جګړې تقریباْ اته کاله کېږي چې پیل سوې ده. د ناټو او افغان قواوې د طالبانو د سخت مقاومت سره مخامخ دي. او له بلې خوا د اګست د جمهوري ریاست د انتخاباتو وروسته د افغانستان سیاسي ثبات هم تر پوښتنې لاندې دی.

ناټو نن د جمعې په ورځ د دوو عسکرو د وژل کېدو اعلان وکړ چې یو آمریکايي او بل برتانوی و.

XS
SM
MD
LG