د لاس رسي وړ اتصالات

ازبک تندرو طاهر یولداش پاکستان کی وژل شوی


پاکستاني استخاباراتي مامورین وايي چې د ازبک یاغیانو یو لوړپوړی مشر د آمریکا د بې پیلوټه الوتکی په یوه حمله کې چې ددغه ملک په صوبه صرحد کې یې وکړه، وژل سوی دی.

چارواکو د جمعې په ورځ ویلي دي چې طاهر یولداش چې د ازبکستان د اسلامي حرکت مشر و، د آمریکا د بې پیلوټه الوتکی په یوه حمله کې د اګست په میاشت کې په جنوبي وزیرستان کې د افغانستان پولې ته نېږدې ټپي سوی و. داسي ریپوټونه خپاره سوي دي چې هغه د خپلو ټپونو نه څو ورځې وروسته مړ سوی دی.

که چیري دا خبره تایید سوه نو د یولداش مرګ به د یاغیانو دپاره یوه غټه ضربه وي او د پاکستان د اردو دپاره به یو ستر بریالیتوب وي چې هڅه کوي ترڅو د یاغیانو پرضد په سیمه کې پراخ عملیات وکړي.

د اسوشیتت پریس خبري آژانس د طالبانو د یوه نطاق د قوله وايي دغه رپوټونه غلط دي.

یولداش د ۱۹۹۰ په لسېزه کې جګړه پیل کړه ترڅو د ازبکستان حکومت را وپرځوي. هغه د القاعده ترهګرو او طالبانو سره ملګری سو او هڅه یې وکړه چې اسلامي یاغي ګرۍ ته په ازبکستان، افغانستان او پاکستان کې خلګ جذب کړي. د هغه هدف داوو چې په ټوله مرکزي آسیا کې یو اسلامي حکومت رامینځ ته کړي.

هغه هڅه کوله چې په ټوله مرکزي آسیا کې یو اسلامي حکومت رامینځ ته کړي.

له دې نه مخکي د پنجشنبې په ورځ یوه لوړپوړي آمریکايي ډیپلومات وویل چې واشنګټن په په دې باور دی چې اوساما بن لادېن هم د افغانستان او پاکستان ترمینځ په قبایلي سیمو کې پټ دی.

دغه چارواکي دا هم وویل چې د طالبانو مشر ملا عمر هم ښايي د بلوچستان په مرکز کوټه کې پټ وي.

XS
SM
MD
LG