د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د مشکوکو ترهگرو حمله وځنډوله


یوې پاکستانۍ محکمې د تیر کال د ممبۍ د تروریستي حملې د ۷ مشکوکو کسانو لومړنۍ محاکمه بیا ځنډولې ده.

د تروریزم ضد محکمې دغه قضیه د اکتوبر تر ۱۰ مې نېټې پوري وځنډوله.

مقاماتو لا تر دغه دمه په دې اړه نور تفصیلات نه دي خپاره کړي، ځکه دغې استماعیه غونډې ټولې محرمې دي.

هند د تیرکال د بمبیی د حملو راهیسې پر پاکستان باندې ټینګار کوي چې د مشکوکو کسانو نه د تحقیقاتو لړۍ دي چټکه کړي.

هند د بمبيي د تیرکال د حملو پړه چې په کښي ۱۶۶ تنه ووژل سول، په پاکستان کې د لشکر طلیبې پر ډلې وراچوي. دغې تروریستي حملې درې ورځې دوام وکړ او په کښي ۱۰ یاغیان ووژل سول.

هند ویلي دي چې د پاکستان سره به هغه مهال د سولې خبري بیا پیل کړي کله چې دغه هیواد د ذکر سوي حملې تورن کسان عدالت ته وروغواړي او محاکمه یې کړي.

XS
SM
MD
LG