د لاس رسي وړ اتصالات

واشنگټن کې د افغانستان پر ستراتیژئ خبرې روانې دي


ټاکل شوې په راتلونکې هفته له جمهور رئیس بارک اوباما سره دوه غونډې وشی او په هغه کې د سیمې وضع وڅیړل شی.

چنرال پټریوس واېی چې جمهور په یوې مهمی موضوع کار کوی.

جنرال پټریوس دلته په واشنگتن کی وویل چې هدف دادی چې په هغو ستراتژیو خبرې وشی چې د سیمې په باره کې طرح کیږی.

کله چې په بلې ستراتیژی باندې خبرې کیږی باید د منابعو په اړه یې هم غور وشی. دی وایی:

"کله چې په نوې ستراتیژی خبرې کیږی باید د هغه منابعو په باره کې هم خبرې وشی".

دغه جنرال وویل چې نوې ستراتیژي پیسو او ملکي کسانو ته ضرورت لري. ده وویل چې فکر کوی منابع باید ایتلاف نه په لاس راشی.

جنرال پټریوس دا ونه ویل چې په سپینه ماڼی کې به په کومو شیانو خبرې کیږی.

ده وویل چې ددې کار لپاره نورو عسکرو ته ضرورت دی چې یاغیان کمزوری کړی او محلی حکوت سره مرسته وشی.

خو یو شمیر امریکاېی مامورین بیا په دې عقیده دي چی په افغانستان کې باید له خاصو قواوو او نور قوتو نه کار واخیستل شي چې القاعدې ته ماتې ورکړي.

جنرال پټریوس وویل چې په کار دی د طالبانو مخه ونیول شی که نه نو هغوی به په پاکستان کی هم امنیت خراب کړي او دا سیمی ته یو خطر دی.

جنرال پټریوس په دی نامه باندې مشهور شوی چې په ٢٠٠٧ او ٢٠٠٨ کال کې په عراق کې یې بریالی نظامی کارونه سرته رسولی دی. ده زیاته کړه چې ایتلافی قواوو ته په کار دي چې افغاني ټولنه په ښه شانی و پیژنی تر څو له معتدلو او نورو طالبانو سره د خبرو زمینه پیدا شی.

له دې نه مخکې په لندن کی د امریکا او ایتلاقی قواوو د قوماندانانو جنرال مک کرستل وویل که د افغانستان حکومت طالبانو ته کار پیدا کړی د هغوی په سلو کې اویا تر اتیا پورې خلک به له مقاومت نه لاس واخلی.

د سپینې ماڼی په خبرو کی به افغانستان ته د جنرال مک کرسټل د نورو قواوو د لیږل کیدو پر غوښتنه هم غور کیږي.

د جنرال مک کرسټل غوښتنه د جمهور رئیس اوبا د ستراتیری په اساس ده چې په تیر مارچ کې طرح شوې وه.

جنرال مک کرسټل وايي که زمونږ هدف یوازې الفاعده وی په اوږده وخت کې گټور کار نه دی.

دی وايي: "داسی ستراتیژی چی افغانستان یو با امنیت هیواد وی هغه به خوشی ستراتیژی وي".

جنرال مک کرستل وايي چی داسی ستراتیژي چی افغانستان په ځان متکی شی او پر مختگ وکړي هغه به گټور کار وي.

د جنرال مک کرسټل پټ پیشنهاد چی تیره هفته په واشنگتن پوست کی خپور شو ویل شوی چی باید دغه هیواد ته نور عسکر ولیږل شی چی د افغانستان قواوی شیمر زیات او ښه وروزل شی او له خپل وطن نه دفاع وکړي.

جنرال کرستل وايي باید نور عسکرو ولیږل شي او یا به مونږ هلته ناکامه شو.

دی وايي، که ایتلافی قواوې غواړي په افغانستان کې بریالي شي نو زیات وخت ته ضرورت دی.

XS
SM
MD
LG