د لاس رسي وړ اتصالات

د اندونیزیا د زلزلی په ژوندي پاتي کسانو پسی لټه 


مقامات وايي، داندونیزیا په زلزله کې دمړو شمیر احتمال لری چې له زرو نه زیات شی په داسې حال کې چې دژغورنی کارکونکی له خاور خځلو نه په عادي وسایلو سره ژوندي پاتی کسان را اوباسی او فیلپین تیاری نیولی دی په داسی حال کې چې د کیتسانا له طوفان نهڅوورځی وروسته نوی طوفان ددغو ټاپوگانو په لور دپرمختگ په حال کې دی.

د کیتسانا طوفان څه دپاسه څلورسوه تنه په اندونیزیا، کمبودیا، ویتنام او لاووس کې وژلی دی .

اندونیزیايي کارکونکی د جمعی په ورځ ژوندی پاتی کسان له خاورو خزلونه په لاسونو را اوباسی چې گمان کیږی په سلگونو کسان دکانکریټی تختونه را لاندی شویدی .

د چهارشنبی په ورځ زلزلی د لویدیځی سوماټرا ساحلی برخې ځپلی وی او زیات تاوان يي د پادنگ ښار ته اړولی دی.

په جاکارتا کې دامریکا غږ خبریال برین پادین ځان د پادنگ ښار ته رسولی دی. دی وايي، دښار لاری کوڅی د خلکو ډکې دی او بشری مرستی دغه ښار ته ور روانی دی.

پادین وايي: له هوايي میدان نه نیولی چې له ودانیو نه تیریدلوو نو په هرو درو یا څلورو ودانیو کې یوې ته يي تاوان رسیدلی دی ، ځینی خولاپه بشپړتوگه ویجاړی شویدی. دبریښنا درک هیڅ نه لگیده. دتیلو په سټیشنونو کې کتارکتار خلک ولاړووچې چې کمه اندازه تیل لاس ته راوړی.

پادین وايي، دچهارشنبی دورځی زلزله دهغې زلزلی نه ډیره شدیده وه چې دسیپټمبر په سر کې شوی وه .

پاډین وايي: تیری زلزلی جاوا ځپلی وه خو دهغې تاوان یوې سیمه ته نه و رسیدلی او بیلابیلو سیموته يي تاوان اړولی واو داسی تاوان نه و چې گوته ورته ونیول شی.

پدی زلزله کې چې هری خوا ته کتل کیږی تباهی او بربادی لیدل کیږی.

اندونیزیا دخارجی مرستی غوښتنه کړیده چې دژوندی پاتی کسانو په را ایستلو کې ورسره کمک وکړی او هغه چاته بشری مرستی ورسوی چې دریختر په اندازه اوه عشاریه شپږ درجی زلزلی ورباندی اغیزه کړیده .

دامریکا په شمول ډیرو ملکونو دمرستی پیشنهاد کړیدی. دوی د درو میلونو ډالرو وعده کړیده چې زلزلی ځپلو سره مرسته وکړی.

واشنگټن هم وعده کړیده چې دموسمی طوفان ځپلو سره مرسته کوی. پدی هفته کې طوفان فیلیپین ، ویتنام،کمبودیا او لاووس ځپلی وو. دغه طوفان په سیمه کې څه دپاسه څلورسوه تنه وژلی دی.

دکیتسانا په نامه طوفان دشنبی په ورځ فلیپین ځپلی وچې د پائتخت مانیلا ډیری برخی اوبولاندی کړی وی او په زرگونو کسان بی کوره شویدی.

دفلیپین مقاماتو هغو خلکو ته خبرداری ورکړیچې په ټیټو سیمو کې اوسیږی ، خپل ځایونه سیب ته کړیځکه چې بل قوی طوفان راتلونکی دی.

سونامی په بحرالکاهل کې دامریکا سامووا او ټونگا ځپلی دی چې دمړو شمیر ييدوه سوو تنو ته رسیږی.

دسمندر په تل کې لهزلزلینه چېد ریختر په اندازه اته درجې وه ،دغه څپی راپیدا شوی او دسه شنبی په ورځ يي دبحرالکاهل دغه واړه ټاپوگان وځپل .

XS
SM
MD
LG