د لاس رسي وړ اتصالات

په نړۍ کې د پناه غوښتونکو وضعه


د ملگرو ملتو د مهاجرینو کمشنر انټوتیو گوتری وايي زیاتو هیوادونو د مهاجرینو پرمخ خپلې دروازی تړلی او د زرگونو مهاجرینو ژوند چی پخپل ملکونو له زجر سره مخامخ دی په خطرکې اچوی.

دا موضوع په هغه غوننډه کې مطرح شوه چې د مهاجرینو په کنفرانس کې ور باندې خبرې وشوې.

د ملگرو ملتو د مهاجرینو کمشتر گوتیری واېی چې د مهاجرینو له پاره پناه ورکول ډیر کم شوی دی اودا یوه خطر ناکه موضوع ده. په داسې حال کې مهاجرینو ته پناه ورکول کم شوی د بشرې کارونومامورینوته زیات ضرورت حس کیږی.

"دی واېی چې په هغو ځایونو کې چې اوس مهاجرین شته هلته کار کول هم زیات مشکل شوی دی او مهاجرینو ته رسیدلی نه شی".

د مهاجرینوکمشنر واېی چې مهاجرین نا امیده شوی او دوی فکر کوی چې خلک هغوی ته پناه نه ورکوی.

یو شمیر مهاجرین د هغو خلکو منگلو کې لویږی چې له هغوی ناجایزه استفاده کوی.

یو شمیرنور چې په کشتیو کې سفر کوی هغوی مړه کیږی. دا کارونه زیات په مدیترانه یا عدن کې کیږی.

دی واېی هغه کسان چې د افریقااوآسیانه مهاجر کیږی په اروپا کې د هغوی سوړ هرکلی کیږی.

د هغوی یوشمیر بندیانیږی اویابیرته سمندر ته لیږل کیږی.

گوتیری واېی چې ددنیااقتصادی اواجتماعی مشکلات او د انرژی، کموالی مشکلات لا زیات کړی دی. گوتیرې واېی.

"هلته زیات مشکلات دی خو مونږ کم امکانات په لاس کې لرو، نو په دنیا کې مهاجرین له زیاتو مشکلاتوسره مخامخ دی".

د ملگرو ملتو د مهاجرینو ادار واېی چې اوس په دنیا کې۴٢ ملیونه خلک په اجباری ډول بیځایه شوی دی.

د مهاجرینو مؤسسه له ٢٥ ملیون خلکو سره مرسته کوی.

گوتیری واېی چې ددوی لوی مشکل په پاکستان اوافغانستان کې له مهاجرینوسره مرسته ده. همداراز د کانگو په دیموکراتیک جمهوریت کې هم له همدې مشکل سره مخامخ یو.

XS
SM
MD
LG