د لاس رسي وړ اتصالات

واشنگټن پوسټ: د اوباما او مکریسټل د غونډې نتیجه


واشنګټن پوسټ د اکټوبر د میاشتې د ٣مې نیټې په ګڼه کې د امریکا د جمهور رییس اوباما او په افغانستان کې د ناټو او امریکایي قواوو د عمومي قوماندان سترجنرال سټنلي مکرسټل د مخامخ غونډې په اړه لیکنې کړي او همدارنګه واشنګټن ټایمز هم پخپله ننۍ ګڼه کې د همدغې غونډې په اړه او په امریکا کې د افغانستان د ستراتیژۍ د بیا کتنې پر سر د یو شمیر امریکایي چارواکو تر منځ د نظر اختلافاتو په اړه لیکنې کړیدي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې لیکلي دي چې د جمعې ورځې غونډې د امریکا د قواوو اعلی قوماندان جمهور رییس اوباما ته دا موقع ورکړه تر څو د جنرال مکرسټل څخه د افغانستان د جګړۍ د ارزیابۍ د رپوټ په اړه مخامخ پوښتنې وکړي.

د جمهور رییس اوباما او جنرال مکرسټل تر منځ دغه غونډه د تیرې جمعې په ورځ د ډنمارک پایتخت کوپنهاګن کې په یوه هوايي ډګر کې وشوه. خو ورځپاڼې بیا د سپینې ماڼې له قوله لیکلي دي چې جنرال مکرسټل په لندن کې د نړیوالو ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز کې د وینا لپاره تللی و خو د جمهور رییس اوباما په غوښتنه هغه کوپنهاګن ته وغوښتل شو تر څو د هغه سره مخامخ خبرې وکړي.

ورځپاڼې زیاته کړیده چې د جمهور رییس اوباما او جنرال مکرسټل تر منځ اړیکې اوس د خورا دقت لاندې دي. جمهور رییس اوباما اوس پدې هڅه کې دی چې آیا د مکرسټل د اضافي عسکرو غوښتنه ومني او که نه. د امریکا د ملي امنیت چارواکي وایي چې جمهور رییس اوباما به په روانه میاشت کې د عسکر د لیږلو پر سر پریکړه وکړي. خو تر پریکې وړاندې به جمهور رییس اوباما د امریکا د یو شمیر لوړپوړو چارواکو سره پدې اړه سلامشورې وکړي.

ورځپاڼې د اوباما د یوه همکار له خولې لیکلي دي چې د دواړو خواوو تر منځ غونډه ګټوره وه، دغه همکار همدارنګه د اوباما او مکرسټل تر منځ شخصي اړیکو ته هم یو څه اشاره کړیده، او زیاته کړیده چې جنرال مکرسټل په شخصي ډول په جمهور رییس اوباما ګران دی.

له دوه اوونیو راپدیخوا جنرال مکرسټل د اوباما په حکومت فشار اچوي تر څو د هغه د ۴٠زرو اضافي امریکايي عسکرو غوښتنه ومني. د مکرسټل د جګړې دغه محرمه ارزیابي تیره میاشت د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ترلاسه کړ او نشر یې کړ.

د جمهور رییس اوباما سره تر لیدو وړاندې په لندن کې د وینا پر مهال جنرال مکرسټل ویلي وو چې د اضافي عسکرو ردونه به یې د منطق نه لرې خبره وي.

د وینا پر مهال د مکرسټل څخه وپوښتل شول چې آیا هغه ستراتیژي چې د امریکا د جمهور رییس مرستیال جوبایډن او داوباما د یو شمیر لوړپوړو سلاکارانو لخوا وړاندیز شویده ښې نتیجې ولري چې وایي افغانستان ته باید لږ شمیر اضافي عسکر واستول شي او پر ځای یې باید د القاعده د اصلي او مهمو غړو له منځه وړولو ته پام واړول شي. ورځپانې لیکلي دي چې مکرسټل په لنډ ځواب کې وویل چې هیڅکله نه!

مکرسټل وویل چې پیل باید د هغه ځایه وکړو چیرته چې اوس مهال قرار لرو نه دا چې کومې خواته غواړو لاړ شو. تر وینا وروسته مکرسټل وویل چې هر هغه ستراتیژي چې په افغانستان کې سوله او ثبات رانه ولي، یوه ناقصه او لنډمهاله ستراتیژي ده.

واشنګټن ټایمز بیا پخپلې ننې ګڼې کې د جمهور رییس اوباما او د مکرسټل د غونډې د جزیاتو سربیره په امریکا کې دننه د افغانستان د ستراتیژۍ باندې د سره غور کولو پر سر د نظر داختلافاتو په اړه لیکنې کړیدي.

واشنګټن ټایمز لیکلي دي پداسې حال کې چې د امریکا اکثره عام ولس اوس د افغانستان د جګړې ملاتړ نکوي، جمهور رییس اوباما او د ملي امنیت ډله یې د جنرال مکرسټل لخوا د اضافي عسکرو د لیږلو پر سر بحثونه کوي. ورځپاڼې لیکلي دي وروسته له دې چې د افغانستنان د جګړۍ د ارزیابۍ پر سر په سپینه ماڼۍ کې بحثونه پیل شول، دغو بحثونو چارواکي په دوه بیلو ډلو وویشل چې دواړه یې د افغانستان د جګړې او د تروریزم په وړاندې د مبارزې لپاره بیل نظرونه لري.

ورځپاڼه لیکي چې یوه ډله د جنرال مکرسټل د اضافي عسکرو د غوښتلو ملاتړ کوي او وايي چې افغانستان ته باید اضافي عسکر واستول شي تر څو د یاغیانو په وړاندې جګړه وکړي او له منځه یې یوسي او که چیرته دا ستراتيژی بریالۍ شوه نوپه افغانستان کې به سوله او ثبات راشي. او پخپله افغانستان به دا توان پیدا کړي تر څو طالبان کنټرول کړي او د پاکستان څخه افغانستان ته د القاعدې شبکې غړو د ورتګ مخه ونیسي.

خو بله او دوهم ډله بیا پدې باور ده چې افغانستان ته باید په لږه شمیره عسکر واستول شي او د القاعدې په وړاندې د مبارزې لپاره باید د بې پیلوټه امریکایي الوتکو څخه کار واخیستل شي.

د تیرې پنجشنبې په ورځ د امریکا د مرکزي قوماندانۍ عمومي قوماندان جنرال ډیوډ پیټروس په واشنګټن کې وویل چې هغه تر اوسه د اضافي عسکرو د لیږل تصویب کړي ندي.

ورځپاڼې د جنرال ډیوډ پیټرویس د خبرو په اړه لیکلي دي چې وایي لومړی باید اهداف او مرامونه مشخص شي او وروسته بیا هغه لارې چارې ولټول شي چې څنګه کولی شو ترلاسه یې کړو. دا هم باید مشخصه شي چې د دغو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره څومره اندازه ډالرو ته اړتیا لري، څومره اضافي عسکرو ته اړتیا لري او په څه اندازه ملکي کسانو ته اړتیا شته تر څو ټول اهداف تر لاسه شي.

د تیرې چهار شنبې په ورځ جمهور رییس اوباما د افغانستان لپاره د امریکا د ستراتیژۍ د بیا کتنې په هدف د خپلې امنیتي ډلې سره وکتل، پدغې غونډې کې د جمهور رییس مرستیال جوبایډن، د بهرنیو چارو وزیره میرمن کلنټن ، د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازی رچارډ هالبروک او د اوباما امنیتي سلاکار متقاعد جنرال جیمز جونز ګډون کړی وو.

XS
SM
MD
LG