د لاس رسي وړ اتصالات

نورستان کی اته امریکایی عسکر وژل شویدی


د امریکا پوځ وایی چی د پاکستان سره په سرحد کی د افغانستان په ختیځ کی د یاغیانو په یوی حملی کی اته امریکایی او دوه افغان عسکر وژل شوی دی.

طالبانو د دی حملی پړه په غاړه اخیستی ده.

پوځ په یوه خبرلیک کی وایی چی د نورستان قومی ملیشو د سیمی د یوه جومات او نژدی کلی نه د آیساف په قواوو حمله وکړه.

د اییتلاف د قواوو قوماندان ډگروال رندی جورج وویل چی پرونی حمله د هغه په قول ډیره پیچلی او په سخته ساحه کی وه، او امریکایی او افغان عسکر په گډه او په زړورتیا سره وجنگیدل.

د اییتلاف قواووی وایی چی د مخکنی پلان سره سم به د لیری پرتو سیمو نه ووزی او د نفوسو نه ډکو سیمو ته به ،د خلکو د سر د ساتنی لپاره ولاړ شی.

XS
SM
MD
LG