د لاس رسي وړ اتصالات

ملگری ملتونه  به د ایران د اتومی بټی تفتیش  کوی 


د ملگرو ملتونو د اټومی انرژی اداره وایی چی د ایران نوی برالا شوی اټومی بټی به د اکتوبر په پنځه ویشته نیټه تفتیش کړی .

محمد البرادی دغه اعلان نن وروسته له هغه وکړ چی په تهران کی یی د ایرانی مشرانو سره وکتل.

د نړیوالی اټومی انرژی د اداری ریس د ایران نه وغوښتل چی په دی اړه د صداقت نه کار واخلی او په نړیواله ټولنه یی غږ وکړ چی همکاری وکړی.

هغه ایران ته له هغه وروسته سفر وکړ چی د نړی طاقت لرونکو ملکونو د ایران نه وغوښتل چی د قم په ښار کی د یورانیمو د غنی کولو نوی برالا شوی اټومی بټی د متفتشینو لپاره خلاصه کړی.

ایران د پنجشنبی په ورځ په ژنیف کی د شپږو طاقت لرونکو ملکونو د ډیپلوماتانو سره د ملاقات وروسته موافقه وکړه چی مفتشینو ته به اجازه وکړی چی دا بټی وگوری .خو ایرانی چارواکی وایی چی د البرادی سفر د ژنیف د خبرو سره تړاو نلری.

په ننی غونډه کی په دی پلان هم خبری وشوی چی د امریکا،روسیی ،فرانسی او ایران استاځی به د اکتوبر په نولسمه نیټه به په دی باندی وغږیږی چی ایران یورانیم بهر ته د غنی کولو لپاره ولیږی.دغه غنی شوی یورانیم به بیا په ایران کی د یوی طبی تحقیقاتی بټی د سون لپاره ولگول شی.

ایران ویلی چی اټومی پروگرام یی سوله اییز هدف لری خو لویدیځ ملکونه وایی چی ایران غواړی اټومی وسلی جوړی کړی.

XS
SM
MD
LG