د لاس رسي وړ اتصالات

اسلام اباد کی  د ملگرو ملتو په دفتر ځان مرگی حمله کی ٥ نفر وژل شویدی 


د پاکستان پولېس واېې چې ېوه ځان وژونکی د خوراک دنړېوال پروگرام له دفتر سره ځان په اسلام اباد کې، ځان په بم الوزولی دی او لږتر لږه پنځه کسان ېې وژلی دی. د دغه دفتر چارواکی واېې چې په چاودنه کې ددوی دری پاکستانی ماموران او ېوعراقی مامور وژل شوېدی. رپوټ واېې چې څوتنه نور زخمی شوېدی او د ځېنی زخمېانو حآلت خراب دی.

د پاکستان د کورنېو چارو وزېر رحمان ملک ووېل چې دغه ځان وژونکی د امنېتی مامورانو ېونېفورم اغوستی و او مخکی له دېنه چې ځان له ا تو کېلو گرامو بارودو سره دمنتظرېنو د ناستی په ځاې کې والوزوی، دا غوښتنه ېې کړی وه چې د دفتر له تشناب نه استفاده وکړی.

دملگرو ملتونو چارواکېو دغه برېد غندلی دی او په موقتی ډول ېې په پاکستان کې خپل دفترونه بند کړل. رپوټ واېې د ملگرو ملتونو نړېوال خوراکی پروگرام په ټول پاکستان کې فعال دی او په دې نېژدی وخت کې ېې د پاکستان ددوه ملېونو بې ځاېه شوېو خلکو سره چې د سوات په دره کې د جگړو له امله له کورونو نه وتلی وو، دخوراکی موادو مرسته و کړه.

که څه هم تراوسه پورې ېوې ډلی هم ددی چاودنی مسوولېت په غاړه ندی اخېستی خو د پاکستان د کورنېو چارو وزېر رحمان ملک ددې چاودنی پړه پرهغو طالبانو ور واچوله چې د سوات په ناوه او قبېلوی سېمه کې د پوځی عملېاتو بدل اخلی.

د ېکشنبی په ورځ د طالبانو نوي مشر چې د مرگ رپوټونه ېې راغلی وو، دنوېو حملو دکولو گواښ ېې وکړ. هغه د جنوبی وزېرستان په پاخه مورچل کې له خبرېالانو سره د خبرو په ترڅ کې داخبری وکړلی.

حکیم الله مسود لوړه وکړه چې د پخوانی مشر بېت الله مسود دمرگ بدل واخلی. د طالبانو پخوانی مشر بېت الله مسود د سږکال د اگست په مېاشت کې د توغندېو په برېد کې وژل شوی و. د پاکستان چارواکېو مخکی له مخکی رپوټ ور کړی و چې ښاېې حکیم الله مسود ښاېې په هغو تازه نښتو کې وژل شوی وی چې د طالبانو د رقېبو ډلو ترمنځ شوی وی. خو دطالبانومشر په هغو وروستېو عکسونو کې چې د پاکستان تلوېزېون خپاره کړل روغ رمټ ښکارېده

XS
SM
MD
LG