د لاس رسي وړ اتصالات

اندونیزیا کی د زلزلی نه د  ژوندو پاتی کسانو د لټون کار دریدلی دی


په اندونیزیا کې چارواکو د دوشنبې په ورځ وویل چې د پاډانګ په زلزله ځپلي بندري ښار کې یې د زلزلې څخه د ژوندي پاتې شویو کسانو د لټولو کار ودرولی دی.

د ژغورنې ډلو اوس خپل پام د غربی سوماترا سیمې ته اړولی چې زیات شمیر مړي د خټو او خزلو لاندې پټ پاتې دي.

همدارنګه یو شمیر ماشومانو ته اجازه ورکړل شویده چې خپلو ښوونځیو ته بیرته ستانه شي او د خپلو ښوونکو سره وګوري. خو په ځینو سیمو کې بیا زده کوونکي د ښوونځیو څخه پدې خاطر ویستل شويدي چې د چارواکو په وینا د ښوونځي د چت د غورځیدو خطر لا هم موجود دی.

د اندونیزیا د روغتیا وزیر ښاغلي سېتي فداءلله سوپاري ویلي دي چې د چهارشنبې د زلزلې له امله شاوخوا 3 زره کسانو ته رسېدلی شی. دغه زلزله چې شدت یې 7.6 ښودل شویدی د اندونیزیا سوماترا ټاپو یې ولړزوله. خو ملګري ملتونه بیا وايی چې پدغې زلزله کې لږترلږه 11 سوه کسان وژل شویدي.

چارواکي وايي چې لږترلږه 6 سوه کسان د پاډانګ په بندري ښار کې د ځمکې د ښویدو له امله د خاور لاندې شویدي.

XS
SM
MD
LG