د لاس رسي وړ اتصالات

گیټس: امریکا له افغانستان څخه نه وځي


دامریکا ددفاع وزیر رابرت گیټس وایی دامریکا قواوی به له افغانستانه ونه وزی. دامهمه نده چی دامریکا د جمهوررئیس براک اوباما له خوانه د ستراتیژی په دویم ځلی کتنه کی څه نتایج راوزی.

رابرت گیټس دامریکا یوه تلویزیون سی این این ته په یوه مرکه کی چی د جورج واشنگټن په پوهنتو ن کی یی د دوشنبی په ورځ ناوخته وکړه وویل چی سپینه مآڼی په راتلونکی قدم باندی چی پرمخ ولاړشی پریکړه کوی. هغه به په دی برخه کی وی چی داجگړه په افغانستان کی د طالبانو خلاف څنگه وگټل شی .

دامریکا خارجه وزیری هیلری کلنټن هم له سی ان ان سره مرکه کړیده. هغی وویل چی داوباما اداره غواړی چی ترټولو غوره لاره انتخاب کړی چی په دی منطقه کی دامریکا گټی اواهداف ترلاسه کړی. د امریکا ددفاع وزیر گیټس وویل چی په دی مسله به داوباما فیصله دهغه د جمهوری ریاست په غټو اومهمو فیصلو کی وشمیرل شی.

ددوشنبی په ورځ دوخته گیټس دامریکا د پوځ یو ه مجلس کی په واشنگټن کی وویل چی نظآمی منصبدارانو اوملکی ماهرانو ته پکاردی چی ښاغلی اوباما ته دافغانستان په باب ترټولو غوره سلامشوری په وضاحت اوصراحت باندی خو په خصوصی ډول ورکاندی.

هغه وویل کله چی دنظامی قواو اعلی سر قوماندان خپله فیصله وکړی نو پنټاگان به دهغه فیصلی په پوره صداقت، ا یمانداری او پوره قابلیت باندی عملی کړی.

دامریکا جمهوررئیس به دکانگریس له مشرانو سره هم ملاقات وکړی چی دافغانستان په برخه کی په سپینه ماڼی کی د سه شنبی په ورځ خبری وکړی. ترهغی وروسته به له خپلو معتبرو نظآمی او ملکی سلاکارانو سره د چارشنبی او جمعی په ورځ بحث وکړی.

د سپینی مآڼی مطبوعاتی سکرتر رابرت گبز ددوشنبی په ورځ وویل چی جمهوررئیس په دی غور نه کوی چی دامریکا عسکر له افغانستان څخه راوباسی. هغه وویل چی توقع ده براک اوبام وروسته له هغه نه چی له ملکی او نظامی مشرانو سره وگوری په دی مسله باندی فیصله وکړی چی جگړه څنگه پر مخ بوتلل شی.

غټو قوماندانانو د بغاوت ضد اقداماتو سپارښتنه کړیده چی په زمکنیو عملیاتو باندی تمرکز وشی او دا نور عسکر غواړي.

گیټس وویل چی دی له دی سره موافق ندی چی له دیرو هوایی بمباریو نه کا رواخیستل شی او افغان بنیاداگرایان په نښه کړی او زمکنی عملیات محدود کړی چی تلفات کم کړی شی او دنورو عسکرو د لیږلو د ضرورت مخه ونیسی. په افغانستان کی دامریکا تلفات په دی نیژدی میاشتوکی زښت ډیرشویدی؛ ځکه چی دامریکا عسکر هم په افغانستان کی ډیر شویدی. هغوی د طآلبانو او نور و یاغی ډلو خلاف ډیر تهاجمی عملیات سرته رسوی .

XS
SM
MD
LG