د لاس رسي وړ اتصالات

په نړۍ کې د مسکن مسئله


د ملګرو ملتونو د هبیټاټ یا مسکن اداره، خپله نړیواله ورځ په داسي حال کې لمانځي چې نړۍ د نوو ښارونو د جوړولو پر پلانونو کار کوي. نړۍ اوس پر یوې مهمې خوا مزل کوي.

د لومړي ځل دپاره اکثر خلک په ښارونو کې ژوند کوي. په دې اړه کارپوهان خبرداری ورکوي چې دغه کار به یو بحران رامنځ ته کړي.

د سلم داګ میلیونیر فلم چې د ممبۍ په ښار کې جوړ شوی دی او اته د اوسکار جایزې یې ګټلي دي تر دغه دمه یې ۳۶۰ میلیونه ډالر ګټه کړېده خو د دغه فلم د بریالیتوب برسېره بیا هم لوبغاړي یې اوس هم د دولت دخواه د غیر قانوني کورنو د ړنګولو نه نن خوندي نه دي.

تیر پسرلی، د بمبيي ښار د ښاروالۍ کارکونکو د ماشوم ستوري اظهرالدین محمد اسمعیل کور چې په غیر قانوني توګه د ښار په غریب آباد کې جوړ سوی وو د نورو کورنو سره یو ځای ړنګ کړ.

اظهرالدین داسي وویل: "زه د سینما یو ستر ستوری یم خو بیا هم دلته ژوند کوم زه په دې ډیر شرمیږم".

د هغه مور میرمن شمیم اسمعیل داسي وايي: "شل کاله کېږي چې مونږ په دغه سیمه کې ژوند کوو. کله چې د ښاروالۍ کاروکونکي راغلل مونږ ته یې هیڅ قانوني اسناد راونه ښودل چې د کورونو د ړنګولو اجازه په کښي لیکل سوې وي او زمونږ کورونه یې را وران کړل".

د ممبۍ په غریب آباد کې د یو میلونو نه زیات خلګ ژوند کوي. ماهرین وايي چې په راتلونکو څلورو لسېزو کې به په دقیقه کې ۳۱ کلیوال د کلیو نه ښارونه ته د ژوند دپاره ورکډه کیږي.

کله چې د هبیتات نړیواله ورځ په واشنګټن کې لمانځل کېده د ملګرو ملتونو د مسکن یا هبیتات د ادارې مسولې ډاکټر انا تیباجوکا د ښارونو د مسلې په اړه د خبردارۍ په توګه داسي وویل:

"په هغو ملکونو کې چې مخ پر ودې روان دي، د کلیو نه ښارونو ته د خلګو ورتګ او دغه راز په ښارونو کې د نفوس طبیعي رشد، د کورنو برابرولو، د کارموندلو ، د څښاک د صحي اوبو ، د روغتیايي چارو او دغه راز د زده کړې د برابرولو او ترانسپورتي مسلو په برخه کې د پام وړ ستونز رامنیځ ته کړي دي".

میرمن تابایجوکا د ملګرو ملتونو د هبیتات د ادارې عمومي رئیسه ده او په عین حال کې د تانزانیا ده. هغه وايي چې د ایدس یا اچ آی وي د ناروغۍ را راوروسته په افریقا کې ښارونو ته د خلګو ورتګ یو ستره او خطرناکه مسله ده.

هغه وايي چې یوازي په مخ پر ودې ملکونو کې ښارونه د دغه راز ستونزو سره مخامخ نه دي بلکې په پرمختللو هیوادونو کې هم دغه ستونزه تر یوه حده تر سترګو کېږي. د هغې ددغې خبرې سره د آمریکا د کور جوړولو او ښارونو د چارو وزیر شان دانوون هم موافق دی.

ښاغلیْ شان دونوون وايي چې د آمریکا په متحده ایالاتو کې ۸۳ په سلو کې خلګ چې د آمریکا د تولید ۹۰ په سلو کې برخه جوړوي په ښارونو کې ژوند کوي. هغه وايي چې په روان مالي بحران کې دوی ډیر تاواني شول.

هغه داسي وايي: "که چیري موضوع ته د نېږدې نه وګورو، نو په ښارونو کې د هغو خلګو ستونزو ته به متوجې سو چې د مالي بحران څخه سر ټکوي. د کورونو د قرضې په برخه کې ډیوالي ګرۍ، د بې کارۍ لوړه کچه، ترانسپورتي ستونزې، د ښوونځۍ ستونزې او د خراب اقتصاد شتون هغه مسلې دي چې د ښارونو خلګ ورسره مخامخ دي".

د ملګرو ملتونو د هبیتات یا مسکن سازمان یوه داسي اداره ده چې ماهرین په کښي راټولېږي او په نړۍ کې د ښارونو د پلانولو او جوړولو په اړه پریکړې کوي او پرې نظرونه سره شریکوي.

دغه موضوع ډیره ممهمه موضوع ده. سږ کال د لومړي ځل دپاره د نړۍ سم نیمايي نفوس په ښارونو کې ژوند کوي.

بون چاوي چې د راک موسېقۍ یو سندرغاړۍ دی او د بې کورو کسانو استازیتوب کوي او غواړي د هغو پیغامونه نړیوالو ته ورورسوي هغه داسي وايي:

"زه پر یوه لغت باندې ډیر اعتماد لرم هغه د مونږ کلیمه ده. دا زما یوه مفکوره ده چې په یوازي تنه هیڅ نه کېږي او مونږ ته په کار ده چې لاسونه سره ورکړو او که چیري دغه کار وکړو نو د پام وړ بریالیتوبونه به مو په نصیب سي".

په آمریکا کې مظاهره چیانو پر آمریکايي مشرانو باندې غږ کوي چې د ټيټ عاید د خلګو د کورونو د ورانولو په هلکه دي اړوند مقاماتو ته ووايي چې دغه کار ودروي.

دیبورا رادروک چې د پنسیلوانیا د یارک په ښار کې د غریبو خلګو د بشر د حقوقو په برخه کې کار کوي داسي وايي:

"یوې غټې کمپنۍ زمونږ کلی رانیوه. مونږ په دغه وړوکي ښارګوټي کې سیار کورنو درلودلل. مونږ ته ویل سوي دي چې دغه ځکمه تخلیه کړو او د نومبر تر۳۰ مې پوري د سیمې نه ووځو. دغې کمپنۍ ویلي دي چې په بدل کې به مونږ ته د کور په خاطر پنځه ساوه ډالره راکړي".

هغه وايي چې که چیري زه خپل کور د دغې سیمې نه وباسم نو پر ما به ۷ زره ډالره مصرف راسي او زه ۷ زره ډالر نه لرم.

XS
SM
MD
LG