د لاس رسي وړ اتصالات

ترکیه کې د نړیوال وجهي صندوق خلاف مظاهرې


د ترکیی پولیسو دسه شنبی په ورځ دهغو مظاهره چیانو دخورولو لپاره د اوبو توپونه او د مرچو پوډر استعمال کړل چی په استانبول کی یی دنړیوال بانک او نړیوال وجهی صندوق، دکلنی مجلس خلاف مظآهری کولی.

د ترکیی د بلوا پولیسو له مظآهره چیانو سره هغه ځای ته نیژدی نښته وکړله د مالی ، مرکزی بانک په سوونو او زرگونو ماموران او اقتصادی پوهان له ټولی نړی نه راټول شوی وو چی دنړی په اقتصادی ستونزو بحث وکړی.

په دی اخ و ډب کی یو شمیر مظآهره چیان ولیدل شول چی د یو شمیر بانکونو او دوکانونو ښیښی او کړکی یی ماتولی یو شمیر نو ولیدل شول چی د مولوتوف په نامه اوربمونه یی هم استعمالول.

د مظاهرو په وخت کی په لسهاو کسان ونیول شول. تیره اونی یو شاگرد په دی ونیول شو ی د نړیوال وجهی صندوق مشر ډامینیک سټراوس کان یی د استانبول په پوهنتون کی په خپلو بوټانو وویشت. خو هغه پری ونه لگیده.

XS
SM
MD
LG