د لاس رسي وړ اتصالات

کال ١٩٦٧: امریکايي پیلوټان او د ویتنام ماموریت


د١٩٦٧ م کال داکټوبرپه شپږمه نیټه دامریکا پیلوټانو د(چین چیانگ ) او لانگ سن پلونو او دچین سرحد سره نژدی په بل پله باندی چې دهانوئې په نهه دیرش میلی کې پروت دی، موترانگ ته نژدی داورگاړی په پټلی او دانگ هوئې جنوب پلو ته دا فع هوا توپونو په دوو مرکزونو څلور دیرش ماموریتونه ترسره کړی وو.

نورو جیټ الوتکو دنام دین په نامه بریښناکوټ چې دهائې فونک جنوب لویدیځ پلو ته په پنځه څلویښت میلی کې پروت دی؛او په این باک کې ئې چې نظامی ذخیری پکی وی،په اتو ودانیو باندی بمباری وکړه .

دغه حملی دهغو عملیاتو برخه وې چې د١٩٦٥ م کال دمارچ په میاشت کې پیل شوی وی او دا له ټولو نه اوږده بمباری وه چې دامریکا هوائې قواو پخوا هیڅکله داسی بمباری نه وه کړی. ددغې بمباری نه هدف دشمالی ویتنام دټولې صنعتی سیمی او جنگی قابلیت د له منځه وړل و.

په دغې دوامداری بمباری کې په شمالی ویتنام باندی څه دپاسه شپږسوه دری څلویښت زره بمونه اچول شوی ووچې دشمالی ویتنام پنځه شپته فیصده دتیلو ذخیری ئې او تقریبآ شپیته فیصده بریښنائې ئې له منځه وړی وه .

ددغو نتیجو سره سره دتالندۍ په نامه عملیات ناکامه ارزیابی شول. ددغې ناکامی څودلیلونه وو چې په شمالی ویتنام کې دعصری هواېئ قوی نه کاراخیستل شوی چې دزړه پوری نتیجه ئې په جنوبی ویتنام کې ورنکړه چې هلته عنعنوی جنگ کیده.

لومړی داچې په شمالی ویتنام کې فابریکی نه وی ، دا یوه زرعتی ټولنه وه او داسی فابریکی پکی نوی چې له هغې نه دهدف په حیث کار واخیستل شی .

دویم داچې دسیاسی فشار له کبله دبمباری مؤثریت ته تاوان ورسید چې هدفونه او دعملیاتو نور پلانونه ئې محدود کړی وو. دریم چې ښائې له ټولونه ئې مهم وی، دشمالی ویتنام خلکو کلکه اراده لرله چې دی ته تیار وو چې دهغې پوری جنگ ته دوام ورکړی ترڅو چې خپل هدف ته نوی رسیدلی . په یولحاظ امریکا محدود جنگ کاوه مگر شمالی ویتنام بشپړ جنگ ته دوام ورکاوه .

XS
SM
MD
LG