د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان: امریکا باید موږ ته تازه اطمنان راکړي


د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وايي، امریکا باید افغانستان او پاکستان ته ددې خبرې اطمنان ورکړي چې ددغې سیمې د ثبات لپاره یو اوږد مهالی پروگرام لري.

د پاکستان خارجه وزیر د سه شنبې په ورځ دلته په واشنگتن کې د امریکا د خارجه وزیرې هیلري کلینټن سره وکتل. ټولې خبرې د افغانستان پر مسئله او د اسلام آباد له حکومت سره د امریکا پر مرستو راڅرخیدې.

وروسته بیا د میرمن کلینټن سره په یوه مشترک کنفراسن کې ښاغلي قریشي په دې باب له تبصرې نه ډډه وکړه چې آیا د اوباما حکومت ته په کار دي چې افغانستان ته نور عسکر ولیږي. خو هغه وویل چې د سیمې ثبات په دې پورې اړه لري چې امریکا ددغه ځای خلکو ته ډاډ وکړي چې ددغه سیمې د اقتصادي پرمختگ او د تروریزم په خلاف د مبارزې لپاره یې کلک تعهد کړی دی.

قریشي وویل: "د سیمې خلکو ته باید یو ځل بیا ددې خبرې اطمنان ورکړل شي چې امریکا نه یوازې د افغانستان او پاکستان لپاره بلکه د ټولې سیمې لپاره د اوږده مهال پلان لري. کله چې زه ده خبره کوم نو په عین وخت کې موږ باید تیر وخت ته هم متوجه و اوسو. تاریخ ته باید متوجه و اوسو. د تیر وخت اشتباهات مو باید په فکر کوي او پند ورڅخه واخلو".

میرمن کلینټن او خارجه وزیر قریشي د امریکا د هغه پلان په اړه خبرې وکړې چې تیره هفته د امریکا کانگرس تصویب کړ او له مخې به یې د آینده پنځو کلونو لپاره هر کال د اسلام آباد حکومت ته یو نیم میلیارد ډالر غیر نظامي مرسته ورکول کیږي. دغه مرستې پاکستان ته په دې شرط ورکول کیږي چې حکومت یې د تندردو ډلو له ملاتړ نه لاس واخلي او پوځ د ملک په سیاست کې لاس ونه وهي.

که څه هم د پاکستان حکومت د مرستې دغه پروگرام ته ښه راغلاست ویلی دی چې ډیرو پاکستانیانو بیا پر دغو مرستو باندې د ایښودل شویو قید او شرط له امله اندیښنه ښودلې او وايي چې د مرستو د ادارې په برخه کې د امریکا زیات لاس به د ملک په چارو کې د واشنگټن د لاس وهنې سبب شي.

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلینټن وویل چې ملک یې داسې کوم مقصد نه لري.

میرمن کلنټن وویل:

"زه له دې امله خواشینې یم چې ځینې خلک نه پوهیږي. خو زه یقین لرم چې په دغه ځای کې د موجودو پاکستاني مطبوعاتو په مرسته موږ کولای شو د خارجه وزیر خبرې منعکسې کړو او د پاکستان د خلکو د ملاتړ لپاره دا یو نیک پلان دی چې زموږ کانگرس ته وړاندې شوی دی چې زه او جمهور رئیس اوباما یې کلک ملاتړ کوو".

د پاکستان خارجه وزیر وویل، دی مطمین دی چې د اوباما حکومت به دده د ملک په داخلي چارو کې لاس و نه وهي.

ښاغلي قریشي وویل:

"زموږ لپاره جمهور رئیس اوباما او خارجه وزیره کلینټن دوه داسې اشخاص دي چې د پاکستان او د پاکستان له خلکو سره دوستي لري. زه بیخي اطمیناني یم چې دوی د لاس وهنې نیت نه لري او نه خو پاکستان ورته د لاس وهنې اجازه ورکوي. زه په دې پوه یم چې دوی د پاکستان د خاورې تمامیت په خطر کې نه اچوي".

امریکايي مقامات وايي، پاکستان ته د غیر نظامي مرستو د ورکولو یو شرط دادی چې باید په اسلام آباد کې د امریکا سفارت او امنیت توسعه وکړي او په هغه ځای کې د امریکايي قراردادیانو تعداد زیات شي.

په دې اړه اندېښنې د روانې اونۍ د اسلام آباد د هغې درنې چاودنې له امله نورې هم زیاتې شوې چې د نړیوال غذايي پروگرام په دفتر کې وشوه.

XS
SM
MD
LG