د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما نن له خپلو مشاورینو سره پر افغانستان بحث کوي


په داسی حال چه نن په افغانستان کی دامریکا په مشرئ د ایتلافی قواو دنظامی ماموریت اته کاله پوره کیږی، د امریکا دمتحده ایالاتو جمهور ریس بارک اوباما نن دچهارشنبی په ورځ په سپینه ماڼئ کی دافغانستان په باب دسلا مشوری په غرض دخپلو لوړ رتبه عسکری او سیاسی مشاورینو سره د استراتیژئ غونډه کوي.

ښاغلي اوباما پرون په سیپنه ماڼئ کی دامریکا د کانگرس ددواړو گوندونو دمشرانو دافغانستان دوضع په هکله خبری وکړی.

د اوباما دحکومت یوه لوړ رتبه مماور خبریالانو ته وویل چه جمهور رئیس د کانگرس غړو ته ډاډ ورکړ چه دافغانستان په باب به په موجوده پالیسئ باندی په ښه زیر او غور بحث وشی خو په عین وخت کی به دا کار دبیړی داحساس په بنیاد کیږی.

په افغانستان کی دامریکا دپوځ عمومی قوماندان جنرال سټینلی میک کریسټل اخطار ورکړی دی که چیری نور تازه دم عسکر دغه هیواد ته ونه لیږل شی نو کیدی شی چه امریکا به په افغانستان کی روان جنگ وباییلی.

توقع ده چه جنرال سټینلی میک کریسټل به داوباما دحکومت نه وغواړی چه دریش زره او یا څلویښت زره نور امریکایی عسکر طالبانو سره د جنگ په خاطر افغانستان ته زر ولیږی.

خو د جمهور اوباما زړه دادی چه په کم شمیر او مناسبه اندازه نور عسکر باید ولیږل شی. په سپینه ماڼئ کی دپرونی ملاقات نه وروسته د جمهوری گوند یوه سناتور او دجمهوری ریاست دانتخاباتو په دوران کی داوباما پخواني سیال جان میکین خبریالانو ته وویل په دی اړه اندیښنه لری چه جمهور ریس به دافغانستان دجنگ لپاره دهغه په وینا نیمگړی اقدامات وکړی.

د جمهوری گوند مشران داوباما نه غواړی چه دپوځ دقوامندان غوښتنه دی ومنی او نور عسکر دی افغانستان ته ولیږی. مگر د دیموکرات گوند یو شمیر مهم غړي افغانستان ته دجنگ لپاره دنورو زیاتو امریکایی قواو دلیږلو سره مخالفت کوی او دکانگرس ریسی میرمن نانسی پیلوسی پرون خبریالانو ته وویل چه مخکی ددی نه چه جمهور ریس په دی باب کومه پریکړه وکړی باید ډیر نورمسایل هم په نظر کی ونیول.

په افغانستان کی دامریکا قواو دشمیر دزیاتیدلو او دطالبانو په خلاف یی د سختو تعرضی عملیاتو سره سم په جنگ کی دامریکایی قواو تلفات هم زښت زیات شوی دی

XS
SM
MD
LG