د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان پوځ د امریکا د مرستو پر شرطونو اندیښنه وښودله


نن د پاکستان د پوځ لوړ پوړو قوماندانانو یوه بیانیه خپره کړه او د پاکستان سره یی د امریکا د اوه عشاریه پنځه میلیارده ډالرو مرستی سره د لگول شوو شرایطو په باب خپله ډیره جدی اندیښنه څرگنده کړه. دپاکستان دپوځ جنرال ددغه هیواد ملکی مشرانو ته دخپلو اندیښو او ملاحظاتو په باب رسمی یاداشت لیږی.

دپوځ جنرالان وایی چه دامریکا دا مرسته او لگول شوی شرایط به دپاکستان ملی امنیت ته نقصان ورسوی ،خو دپوځ مشران داخبره همکوی چه ددغی مرستی د منلو او یا نه منلو په باب وروستئ پریکړه به پارلمان کوی.

د کیری لوگر په نوم پاکستان سره دمرستی دا نوی مسوده چه کانگرس منظور کړی ده، دا شرط لگوی که امریکا پوه شی چه پاکستان دکالبانو او القاعدی په خلاف غوڅ اقدامات نه کوی نو باید مرسته هم کمه شی.

که څه هم چه په رسمی ډول پوځ ددی مرستی په باب په بحثونو کی برخه نه لری، خو دپوځ دمشرانو نظر او ملاحظه ډیر وزن لری او دملی امنیت په باب دپارلمان ځو شمیر پیاوړی غړی ملاتړ کوی. نن به پارلمان په دی باب خپل بحث شروع کوی. د امریکا حکومت غواړی چه پاکستان سره خپله غیر نظامی مرسته دری چنده زیاته کړی.

تیره هفته د پاکستان حکومت دامریکا دکانگرس د بی ثاری مرستی د منظورولو هرکلی وکړ،خو ځینی پاکستانیان داویره لری چه ددی مرستی سره سم به په پاکستان کس دامریکایانو موجودیت هم زیات شی.

دامریکا خارجه وزیری هیلری کلنټن دسه شنبی په ورځ کوښښ وکړ چه په دی باب ویره او اندیښنی رفع کړی او ویی ویل چه واشنگټن دپاکستان په کورنیو چارو کی دلاس وهنی پلان نه لری او د مرستی پروگرام یی په ښه نیت او اخلاص منظور دی.

XS
SM
MD
LG