د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان: سوات کې تازه عملیات


د پاکستان پوځ وايي چې امنیتي قواوې د سوات په دره کې په نظامي عملیاتو کې ۱۷ یاغیان وژلي دي.

د پوځ په اعلامیه کې چې نن خپره سوې ویل شوي دي چې پاکستاني عسکرو د دغو عملیاتو په ترڅ کې ۲۰ تنه یاغیان ژوندي هم نیولي دي. اردو وايي چې د اپریل د میاشتې را په دې خواه کله چې په سوات کې تعرضي حملې شروع کړي دي، زیاتره طالبان یې ددغې سیمې نه ایستلي دي مګر ځای ځای لا د هغوی جګړې روانې دي.

پاکستان پوځ دا هم ویلي دي که چې طالبانو په شمالي وزیرستان کې د رزمک په کمپ باندې اته راکټونه وار کړل څلور عسکر يي زخمي کړي دي.

XS
SM
MD
LG