د لاس رسي وړ اتصالات

ایران د ژنیو غونډه بریالۍ بللې


د ایران د بهرنیو چارو وزارت د نړۍ د شپږو سترو او قوي هیوادونو سره د خپل اټومې پروګرام پر سر خبرې، ملي بریالیتوب ګڼلی دی.

د دوشنبې په ورځ د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند حسن قشقري خبریالانو ته وویل د ژنیو په غونډې کې چې د تیرې پنجنشنبې په ورځ وشوه، ایران د خپل اتومي پروګرام په اړه د بهرنیو هیوادونو لخوا د فشار په وړاندې مقاومت کړیدی.

ایران هغه وخت دا منلې وه چې د نړۍ د سترو او قوي هیوادونو سره به د اکتوبر د میاشتې په 19 مه په ویانا کې وګوري. او ویلی وو چې مفتشانو ته به اجازه ورکړي چې د قم د ښار نوې اتومي بټۍ وګوري.

همدارنګه د تیرې یکشنبې په ورځ د نړیوالې اتومي انرژۍ د ادارې مشر محمد البرادي د ایراني چارواکو سره په تهران کې وکتل. هغه وویل چې مفتشان به خپل تفتیش د اکتوبر د میاشتې په ٢٥مه پیل کړي.

البرادي دا هم زیاته کړه چې د اتومي انرژۍ نړیواله ادراه هیڅ داسې کوم کره او دقیق شواهد په لاس کې نلري چې وښیي ایران غواړي په اتومي پروګرام کار وکړي. مګر هغه وویل چې لدې سربیره به هم د هغو تورونو پلټنه وکړي چې وایي ایران د اتومي وسلو د جوړلو معلومات مطالعه کړیدي.

خو ایران تل وایي چې اتومي پروګرام یې د سوله ایزو مقاصدو لپاره دي.

XS
SM
MD
LG