د لاس رسي وړ اتصالات

امریکايي عسکر له کامدیش نه ووتل


ناټو وايي چې امریکايي قواوې د افغانستان په ختیځ کې د یوې امنیتي پوستې نه نن د جمعې په ورځ وروسته د هغه نه ووتل چې یوه اونۍ مخکي یې هلته ترټولو خونړۍ جګړه وکړه.

رپوټ وايي چې د نورستان ولایت د کامدیش د ولسوالۍ نه امریکايي قواوو خپل عسکر او تجهېزات د افغانستان د ختیځ برخې نورو سیمو ته انتقال کړل.

ناټو وايي چې دغه فیصله یې د اکتوبر د ۳ مې نېټې د حملې نه ډیر مخکي کړې وه. د اکتوبر په ۳ مه په سلګونو طالبانو د کامدیش په ولسوالۍ کې د امریکايي قواوو پر یوه مرکز باندې حمله وکړه او په نتیجه کې یې ۸ امریکايي او ۲ د افغانستان د ملي اردو عسکر ووژل سول.

ناټو ویلي دي چې په دغه حمله کې تقریباْ ۱۰۰ یاغیان هم وژل سوي دي.

د کامدیش د ولسوالۍ د پوستې نه د وتلو په اړه ناټو ویلي دي چې دغه اقدام یې د تګلارې یوه برخه وه چې غواړي د ناټو قواوې په ښارونو کې چیري چې زیات شمیر خلک اوسیږي ځای پر ځای سي او د ملکي خلګو ژغورنه وکړي.

د بلي خوا د اسوشیتت پریس خبري آژانس نن د جمعې په ورځ د طالبانو د یوه قوماندان د قوله لیکلي چې وايي د ناټو د قواوو دغه اقدام د طالبانو دپاره بریالیتوب دی.

او د جمعې په ورځ یوه ځان مرګي برید کونکي د افغانستان د پکتیا په ولایت کې د ساختماني شرکت پر یوې ډلې حمله وکړه او پنځه تنه ووژل یې په کې ووژل او څو نور یې ټپیان کړل.

په عین حال کې د ایتلاف او افغان قواوو په ګډو عملیاتو کې ۲۵ یاغي طالبان ووژل شول چې په کښي د طالبانو یو قوماندان هم شامل و.

دغه راز د افغانستان د ملي اردو یوه قوماندان چې د هرات ولایت د عملیاتو مسول دی ویلي چې د غلام یحیی اکبري په نامه د طالبانو یو قوماندان یې وژلی دی. دغه کس پخوا په حکومت کې کار کاوه.

د یوه بل خبر دمخې د ناټو قواوو په یوې خپرې سوي خبرپاڼه کې ویلي چې د وردکو په ولایت کې یې د عملیاتو پرمهال څو یاغیان وژلي دي.

XS
SM
MD
LG