د لاس رسي وړ اتصالات

پیښور کې ځانمرگی حملې ۴٩ تنه ووژل


پاکستانی ماموران وايي، مشکوک ځانمرگی خپل موټر چې د چاودیدونکو موادونه ډک و، په پیښور کې ولایتی اسمبلی ته نژدی چې غونډه ئې روانه وچاوه .

په دغه پیښه کې لږترلږه ۴٩ تنه وژل شوی او څه دپاسه سل تنه نور زخمیان شویدی.

ددغې چاودنی ټوټی پرچې خوری وری پریوتی او د خیبر بازار په سیمه کې چې ډیره گڼه گوڼه پکی وی، موټری یې تباه کړې. دغه سیمه دښار په مرکز کې واقع ده.

یوعینی شاهد امریکا غږ ته وویل، دی د جمعی په سهار په خپل دکان کې ناست و چې چاودنه وشوه او په هوا کې یې گردونه خپاره کړل. همدغه راز له دیوالونو نه خاورې خځلې را پریوتلی.

یو بل عینی شاهد بیا وايي: "یو ښوونکی چې په نژدی ښونځی کې ئې کارکاوه، وائې، دچاودنی نه وروسته بهر ووت نو وی لیدل چې په شاوخوا سیمه کې مړی پراته وو".

د پولیسو ماموران وايي، حمله کونکی په هغه موټر کې چې د چاودیدونکو موادو نه ډک و، ناست و.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رحمان ملک داسی نښې نښانې څرگندی کړیدی چې د تروریزم دارنگه اعمال ښايي چې حکومت مجبور کړي چې په جنوبی وزیرستان کې د طالبانو په خلاف هغه عملیات پیل کړي چې پیشگويي یې کیږي.

دی وايي، په پیښور کې د نورو حملو سره یو ځای د جمعی د ورځی چاودنه ښيي چې حکومت بله چاره نلري بې له دې چې په عملیاتو لاس پورې کړي.

په داسې حال کې چې پوځ په سیمه کې د عملیاتو نیټه نده څرگنده کړی مگر دملگرو ملتونو ماموران وايي، د نوو حملو د پیشگوی له کبله تقریبآ اتیا زره ملکیان له سیمی نه وتلي دي.

XS
SM
MD
LG