د لاس رسي وړ اتصالات

امریکايي کارپوهان: القاعده کمزورې شوې


په داسی حال کی چی د اوباماحکومت په افغانستان کی په نوې ستراتیژی باندې کار کوی یو شمیر ماهران وایي چې القاعده د افغانستان گاونډی هیواد پاکستان کې کمزورې شوې ده.

له القاعدې په خلاف د امریکا او متحدینو د مبارزې په باب د امریکا په کانگرس کې یوه استماعیه غونډه جوړه شوې وه.

امریکا په افغانستان کې د سپټمبر له ١١ نه وروسته طالبانو سره چې القاعده ېی ساتلې په جنگ لگیا ده.

سره له هغه چې د ناټو او امریکايي قواوو باندې حملې کیږی خو د القاعده نوم زیات نه اخیستل کیږي.

په هغه غونډه کی چې د امریکې په کانگرس کی د چهار شنبې په ورځ جوړه شوې وه درې ماهرانو په غونډه کې وویل چې القاعده په وروستیو کلونو کې کمزورې شوې ده.

دوی وايي، علت یې دادی چې هغوی ته زیات تاوان رسیدلی دی.

د نوې امریکا د مؤسسې نه پیټر برن او د خارجی سیاست د څیړنو له مؤسسې نه مارک سیگر مین په دغه باره کې زیات توضیحات ور کړل. پیټر برگن وویل: امریکا ته د سپتمبر د ١١مې نیټې په شان بل گواښ مخامخ نه دی.

همدا راز په دغه باره کې د خارجی سیاست د څیړنود موسسې یوه ماهر مارک سیگمن داسې وویل: «د تروروزم په ضد عملیاتو نتیجه ورکړې ده. په تیرو اتو کلونو کې په امریکا باندې ترورستي حمله نه ده شوې او په نورو لویدیځو ملکونو کې په تیرو څلورو کلونو کې هم کومه ترورستی حمله نه ده شوې.»

خو ددغې کمیټې مشر جان کیری وايي چې مونږ باید دغې موضوع ته په جدی سترگه وگورو. سناتور جان کیری وايي:

«مونږ نه شو کولی چې د حملې د نه کیدلو له امله دا نه شو ویلی چې دلته خطر نشته.»

په داسې حال کې چې القاعده کمزوری شوې خو په افغانستان کې طالبانو زورور شوي دي. خو داسې ویل شوي چې طالبان د پخوا په شان زیات خطرناکه نه دي. له دې امله یو شمیرکسان بیا وايي لکه چی امریکايي جنرال ستانلی مکرستل پیشنهاد کړی چی افغانستان ته د نورو عسکرو لیږلو ضرورت نشته.

جنرال مک کرستل وايي چی دی یواځی نه غواړی چې طالبان مغلوب کړي بلکه غواړي په افغانستان کې استقرار راولي.

مارک سیگمن په افغانستان کې د امریکايي عسکرو له زیاتوالي سره مخالف دی.

دی وايي چې د طالبانو او القاعدې روابط ښه نه دي او که طالبان د افغانستان زیاته برخه ونیسی د هغوی روابط به همداسې وي.

رابرټ گرینر جې د (سي آی اې) د خارجي تروریزم د چارو د یوی څانگی مشر و وايي چې دا کافی ده چې اسامه بن لادن او القاعده په پاکستان کې پاتې شي او که هغوی له هغه ځایه وشړل شي ځواب به دا وي چې به هغوی له هغه ځایه ورک شي.

له بلې خوا جنرال مک کرستل ویلي چې غواړي د افغانستان ولسي خلک وساتي.

خو گرینر وايي دا خبره چی د افغانستان د خلکو زړونه لاس ته راوړي هغه به کار ور نکړي. دوی به د یو شمیر قومی مشرانو زړونه لاس ته راوړي خو نه امریکا او د افغانستان حکومت دومره منابع لري چې عام ولس خوشاله وساتي.

XS
SM
MD
LG