د لاس رسي وړ اتصالات

ملگروملتو د آیساف ماموریت تمدید کړ


د ملگرو ملتو د امنیت شورا د یوه بل کال له پاره په افغانستان کې د ناټو د قواوو موده اوږده کړې ده.

د امنیت شورا د اففانستان د ولسی خلکود ساتنی غږ کړی او ددغه هیوادملی اردواوپولیسوپیاوړی کول ېی غوښتی دی.

د امنیت شورا په تام اکثریت د یوه بل کال یعنی د راتلونکی کال تر اگست پورې د ٦٨ زرو نړیوالو مرستندویه ځواکونو یا آیساف موده اوږده کړې ده.ددغې موضوع د تصویب په وخت کې د برتانیې استازیجان ساورز وویل چې ددغو عسکرو لومړنی وظیفه د ولسی خلکو ساتل دی.

ساورز وايي: «ددغو عسکرو لومړنی وظیفه به دا وی چې په افغانستان کې د ناټو د قواوو د قوماندان جنرال مکرستل د پیشنهاد په اساسباید ولسی خلک وساتل شی»

جنرال مکرستل په افغانستان کې د ناټو او امریکاېی قواوو قوماندان دی او لکه چی ویل کیږی هغه جمهور رئیس اوباما ته پیشنهاد کړی چې افغانستان ته دی نور څلویښت زره عسکر واستول شی چې طالبان پسې واخلی.

اوس د ناټو په مشرې د ۴٨ هیوادونو ٦٨ زره عسکر په افغانستان کې شتهچې نور ٣٠ زره یې امریکاېی عسکر دي.

د امنیت شورا پخپله فیصله کې له غړو ملکونو نه غوښتی چې د نورو لوازمو اوافرادو سره دغه قواوې تقویه کړي.

اوس افغانستان ته د نورو عسکرو د لیږلو په باب په واشنگتن او یو شمیر نورو هیوادونو په مرکزونو کې ورباندې غور کیږی.

په وروستیو میاشتو کې د خارجی عسکرو د زیاتو تلفاتو له امله د لویدیځو هیوادونو خلک د نورو عسکرو د لیږلو په باره کې ټکني دي.

همدا راز د امنیت شورا د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د هند سفارت ته ور څیرمه ځانمرگې حمله په قوی الفاطوغندلې ده چې په هغه کې یو شمیر ملکي خلک وژل وشوي او یو شمیر نور زخمیان شوي دي.

XS
SM
MD
LG