د لاس رسي وړ اتصالات

اسلام آباد ته نږدې د پوځ پر قرارگاه حمله شوې


د پاکستان نظامي چاوراکي وايي چې دوی په دې لټه کې دي چې اسلام آباد ته نږدې په راولپنډۍ کې د شنبې د ورځې د خونړۍ حملې په تړاو دوه وسله وال کسان ونیسي.

نن د شنبې په ورځ په راولپنډۍ کې د اردو پر یوې قرارګاه باندې په حمله کې لږ تر لږه ۶ عسکر مړه او پنځه نور ټپیان شول. په دغه حمله کې ۴ یاغیان هم وژل سوي دي.

پولیسو ویلي دي چې دغو یاغیانو د اردو یونیفورم اغوستی و او دعسکرو مرکز ته د ورتګ پر وخت کله چې د امنیتي قواوو د خوا یې موټر ودرول سو، پر عسکرو یې ډزې پیل کړې.

د دغې پېښې نه وروسته یادسوې نظامي قرارګاه ته ورغلي تولې لارې بندې سوې او په سیمه کې هلیکوبترې ګرځېدې.

تر دغه دمه هیچا د دغې حملې مسولیت په غاړه نه دی اخیستی.

د بلي خوا د جمعې په ورځ پاکستاني مشرانو وویل چې ددغه هیواد په صوبه سرحد کې به د یاغیانو پر ضد نظامي عملیات پیل کړي. د دېنه یوه ورځ مخکي د پېښاور په ښار کې په یوې ځانمرګي حمله کې لږ تر لږه ۵۰ تنه ووژل سول.

په دغه حمله کې چې د پېښور په ښار کې د صوبه سرحد د پارلمان ماڼۍ ته نېږدې وسوه د ۱۲۰ تنو نه زیات خلګ ټپیان هم سول. حمله هغه وخت وسوه چې یوه ځانمرګي د انفجاري موادو نه ډک موټر ته د ښار په ګڼه ګوڼه کې انفجار ورکړ.

XS
SM
MD
LG