د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان ۴ سویډني اتباع خوشې کړل


د سویډن حکومت ویلي چې څلور تنه اتباع یې د پاکستاني چارواکو د خوا آزادا شوي دي. دغه سویډنیان په پاکستان کې د څه باندې یوې میاشتې راهیسې په توقیف کې وو.

په هغوی کې یو یې مهدي غزالي دی چې په کیوبا کې یې د امریکا د ګوانتنامو په بندیخانه کې ۲ کاله بندي و.

آمریکايي مقاماتو غزالي په کال ۲۰۰۴ کې پرته له دې چې په کوم جرم یې تورن کړي، د بنده آزاد کړ.

پاکستاني چارواکو غزالي، دوه تنه نور او یو تنکی ځوان د روان کال د اګست پر ۲۸ مه ونیول او پر دوی یې تور ولګوی چې د ترهګرو په یوې ډله کې شامل دي.

دغو څلور سرو سویډنیانو د شنبې په ورځ سویډن ته حرکت وکړ.

تر دغه دمه لا په دې اړه چې دوی ولي آزاد سول څه نه دي ویل شوي.

XS
SM
MD
LG