د لاس رسي وړ اتصالات

کونړ او پکتیا کی گډ عملیات گن یاغیان وژل شویدی.


د امنیتی قواوو په قول هغوی نن د کنړ په ولایت کی د مشکوکو یاغیانو سره وجنگیدل.

دغه قواووی هلته سیمی ته ورغلی وی چی هغه د غره د لمنی کلا مرکز ولټوی چی ویل کیږی د القاعدی یوه قومواندان کار تری اخیست.

په عملیاتو کی د لسو نه زیات یاغیان ووژل شول او د مهماتو یوه ډیپو کشف شوه.

د گډو قواوو په عملیاتو کی نن د پکتیا په ولایت کی په هغه سړی پسی یوه کلا ولټول شوه چی ویل کیږی په سیمه کی یی یاغیانو ته مهمات او پیسی برابرولی.

په دی عملیاتو کی لس پنځلس سړی د یاغیانو په گمان ونیول شول او د وسلو زیرمه پیدا شوه.

همدا شان قواوو د سی شنبی په ورځ په هلمند کی سږکال د وسلو او مخدره موادو تر ټولو غټه ډیپو میندلی ده.

XS
SM
MD
LG