د لاس رسي وړ اتصالات

آسترالېا افغان پناه غوښتونکېو ته سېاسی پناه ورکړېده


استرالیا د افغانانو هغې ډلې ته سیاسي پناه ورکړیده چې د تیمور په سیند کې د بیړۍ په چاودنه کې روغ پاتېشوي دي. پدغه چاودنه کې پنځه تنه ووژل شول.

هغه بیړۍ چې شاوخوا 47 تنه افغانان پکې سپاره ول او استرالیا ته یې دتللو او پناه اخیستلو نیت درلود، د تیمور په سیند کې وچاودیده. په دغه چاودنه کې پنځه تنه پناه اخیستونکي ووژل شول او پاتې ټول یې ټپیان شول.

د استرالیا دسمندری قواوو دغه بیړۍ د استرالیا د شمال لویدیځ ساحل څخه 600 کیلومتره لېرې وموندله او د چاودنې پر وخت سمندری قواو دغه بیړۍ بدرګه کوله.

که څه هم د تخرېب شک موجود و خو د سمندری قواو چارواکېو ووېل

چې هیڅ داسې شواهد نشته چې د هغو له مخې په چا تور ولږول شي . همدارنګه د اندونیزیا دوه تنه بیړۍ چلونکيو باندی د انسانانو د قاچاق تور لگول شویدی.

د استرالیا د مهاجرینو وزیر ویلي دي چې پولیس له دغی پرېکړی سره چې دغه مهاجرېن دداېمی استوگنو په توگه قبول شوېدی کوم مخالفت نلري

XS
SM
MD
LG