د لاس رسي وړ اتصالات

د سوات په شانگله سیمه کی ځان مرگی حمله کی ۴١ کسان  وژل شویدی


پاکستاني پولیسو ویلي دي چې یوه ځانمرګي برید کوونکي خپل چاودیدونکي مواد د سوات د نارامې درې د شانګله په سیمه کې الوزولي . ددغی چاودنی له امله یې د شپږو تنو امنیتي مامورینو په شمول 41 تنه وژل شوي او 45 تنه نور یې ټپیان شویدي.

پولیسو ویلي دي چې ځانمرګي برید کوونکي یو نظامي کتار په نښه کړی و. دا پداسې حال کې ده چې پدې وروستیو کې چاودنې او بریدونه په ټول هیواد کې زیات شویدي.

د شانګلې په سیمه کې دا خونړی برید څو ساعته وروسته تر هغه وشو چې د پاکستان نظامي چارواکو اعلان وکړ چې د هغوي جیټ الوتکو د صوبه سرحد په قبایلي سیمو کې د یاغیانو په څو پوستو باندې بریدونه کړي او ګڼ شمیر یاغیان یې وژلي او ټپیان کړیدي.

همدارنګه د دوشنبې په ورځ طالبانو د راولپنډې په ښار کې د پاکستان د اردو په عمومي قوماندانۍ د برید مسولیت په غاړه اخیستی دی. پدغه برید کې 9 تنه یاغیان ، 10 پاکستاني پوځیان او 4 تنه ملکي کسان ووژل شول.

XS
SM
MD
LG