د لاس رسي وړ اتصالات

افغان قواو په هېلمند کې ېو شمېر  ېاغېان نېولی او وژلی  دی


افغان او نړیوالو قواوو ویلي دي چې دوي د یکشنبې او دوشنبې په ورځو کې د افغانستان په جنوبي سیمو کې په دریو جلا عملیاتو کې یو شمیر مشکوک یاغیان وژلي او نیولي دي.

ناټو وایي چې عسکرو یې د دوشنبې په ورځ یو تن یاغي د کندهار ولایت په یوه کور کې ونیوه. طالبانو د همدغه کور نه چاودیدونکي مواد ، وسلې او مهمات نورو سیمو ته لیږدل.

همدارنګه د تیرې یکشنبې په ورځ دناټو قواوو وویل چې دوي د افغانستان په جنوبي ولایت هلمند کې د طالبانو یو مشکوک قوماندان حاجي خان محمد چې په سېمه کې ډېر نفوذ اورسوخ لری د یو شمیر نورو ملګرو سره نیولی دی. ناټو زیاته کړیده چې دحاجي خان محمد په برخه کې دا عقېده موجوده ده چې دهغه د مخدره موادو د قاچاق عملېات طالبانو ته په ټولو جنوبي سیمو کې یاغیانوته مالي امکانات برابرول.

د تیرې یکشنبې په ورځ افغان او نړیوالو قواوو د یاغیانو سره په زابل ولایت کې جګړه کړیده او ګڼ شمیر مشکوک جنگېالی ېې وژلی دي. پدغو عملیاتو کې افغان او نړیوالو قواوو ته کوم زیان ندی اوښتی

XS
SM
MD
LG