د لاس رسي وړ اتصالات

جنوبي افریقا کې د ښه ژوند لپاره مظاهرې


په جنوبي افریقا کی پولیسو د ربړي مرمیو څخه کار واخیسته چی د هغو مظاهره چیانو مخه ونیسي چی د ښه ژوند د غوښتلو په اړه یی په مظاهرو لاس پوری کړی و.

مظاهره چیانو د جنوبي افریقا دجوهانزبرګ ښار ته نږدي د سټانډرټن په ښار کی ټایرونو ته اور اچولی وو او سړکونه یی بند کړي و. پولیسو په همدغه سیمه کی د تیری دوشنبی په ورځ هم د یوی مظاهری په ترڅ کی ١٩ تنه نیولي و.

داسی رپوټونه هم راغلي دي چی وایی مظاهره کوونکو د بیلفسټ په ښارګوټی کی د ښاروالۍ یوه ودانۍ ته هم اور وراچولی دی.

د دغو ښارګوټو غریب او ناچاره خلک د جنوبي افریقا د حکومت نه غواړي تر څو ته د څښاک د پاکو اوبو، بریښنا ، حفظ الصحي خدماتو او د کورنو په چارو کی د هغوي سره مرسته وکړي.

XS
SM
MD
LG