د لاس رسي وړ اتصالات

‏زابل، کندهار او وردگو کې مشترک عملیات شوي


ناټو وایی چی افغان او نړیوالو قواوو ویلي دي چی دوي د افغانستان په جنوبي او ختیځو سیمو کی په دریو جلا عملیاتو کی ددوشنبی د ورځی راهیسی مشکوک یاغیان وژلي او یو شمیر نور نیولي دي.

د سولی د نړیوالو قواو یو خبر لیک وایی چی عسکرو یی د تالاشی د عملیاتو په وخت کی د زابل، کندهار، او وردگو په ولایت کی څو تنه وژلی، او توقیف کړیدی.

خبرلیک وایی چی یو ملکی سړی هم په دغو عملیاتو کی ندی وژل شوی.

ناټو وایي چی عسکرو یی د دوشنبی په ورځ یو تن یاغي د کندهار ولایت په یوه کور کی ونیوه. طالبانو د همدغه کور نه چاودیدونکي مواد ، وسلی او مهمات نورو سیمو ته لیږدل.

همدارنګه د تیری یکشنبی په ورځ دناټو قواوو وویل چی دوي د افغانستان په جنوبي ولایت هلمند کی د طالبانو یو مشکوک قوماندان حاجي خان محمد چی په سیمه کی ډیر نفوذ او رسوخ لری د یو شمیر نورو ملګرو سره نیولی دی. ناټو زیاته کړیده چی دحاجي خان محمد په برخه کی دا عقیده موجوده ده چی دهغه د مخدره موادو د قاچاق عملیات طالبانو ته په ټولو جنوبي سیمو کی، مالي امکانات برابرول.

د تیری یکشنبی په ورځ افغان او نړیوالو قواوو د یاغیانو سره په زابل ولایت کی جګړه کړیده او ګڼ شمیر مشکوک جنگیالی یی وژلی دي. پدغو عملیاتو کی افغان او نړیوالو قواوو ته کوم زیان ندی اوښتی.

دغو مشترکو قواو په خپلو عملیاتو کی دوسلو یوه داسی ذخیره هم پیدا کړله چی ۴٠ لاسی بمونه ، منفجره مواد چی د کورنیو اوشلخیو بمونو په جوړولو کی کاریدل، او دهاوان شل گولۍ پکی وی.

XS
SM
MD
LG